د وزيرستان امن او خکلا هيواد دښمنه عناصر نشي برداشت کولې, محمد اقبال وزير

د خيبر پختونخوا د ريليف او آبادکارۍ صوبائي وزير محمد اقبال وزير وئيلي چې د پاک فوځ په مرسته وزيرستان کښې امن په ځائې شوې دے او دغه وجه ده چې نړيوال بائيکرز نن په امن او سکون سره د دغه سيمو دورې کوي, په ټويټر پيغام کښې ئي د يو راپور خورولو سره وئيلي چې قام او نړيوال سيلګرو د وزيرستان مخه کړې ده او د دې ځايونو د قدرتي خکلا نه خوند اخلي.

د خيبر پختونخوا قبائيلي ضلعې د قدرتي خکلا او زړۀ راخکونکو مناظرو لپاره په نړيوال کچ يادې دي ولې له بده مرغه د تيرې څه مودې راهيسې په دغه سيمو کښي د ترهګرۍ اوور او د بارودو لوګو له امله دغه سيمې تکې تورې وې او د دې خکلاګانې مرورې وې. قبائيلي ضلعې د يره او وحشت علامت وو او دا چې د دغه سيمو خپل اولس هم د هيواد نورو برخو کښې آباد شوي وو.

د پاک فوځ او ځائي اولس لخوا د ګڼ شمير قربانيو روستو دغه سيمو کښي امن په ځائې شوې او نن فضا د امن سندرې وائي, ترقياتي منصوبې او د اولس بحالۍ يوه لويه لړۍ روانه ده, د امن له وجې د قبائيلي سيمو قدرتي خکلا هم رابرڅيره شوې ده او د قامي سيلګرو پشمول نړيوال سيلګري هم خوښي لري چې د دې سيمو دورې اوکړي او د دغه زړۀ راخکونکو مناظرو نه خوند واخلي.

ياده دې وي چې د کے ټو کنګز ټورزم بائک ايسو سي ايشن صدر علي طاهر او د هغه لور عاليه علي طاهر سره د درې نورو بائيکرو د لاهور نه تر وزيرستانه راغلي, په موټر سائيکل دوي دغه سفر کړې او د وزيرستان خکلاګانو کښې ډوب شوي دي, دوي د قبائيلي ضلعو شمالي او جنوبي وزيرستان بيلا بيلو سيمو دوره کړې او جادوګره خکلا ئي ستائيلې ده.

دوي نړيوال سيلګرو ته پيغام ورکړې چې يو ځل خامخا د قبائيلي سيمو دوره اوکړي ځکه چې داسې خکلا دوي ته د نړۍ نورو سيمو کښې نشي ملاويدې, دوي وئيلي چې وزيرستان کښې د غوره مواصلاتي نظام او مکمل امن له وجې د بائيک سفر ډير پرامنه او دمه دې, وائي چې مونږ د وزيرستان د اولس ميلمستيا, قدرتي خکلاګانو او محوظ سفر له امله په دې مجبوره شوي يو چې يو ځل بيا دې سيمو ته سيلګرۍ لپاره راشو .

شیئر یې کړی