پيښور بي آر ټي ته د ترهګرۍ دهړکې, پوليسو او پاک فوځ امنيتي مشقونه پيل کړي

د پيښور لويي ټرافکي منصوبې بي آر ټي ته د افغانستان خفيه ادارې (اين ډي ايس) لخوا د بريدونو دهړکې ترلاسه شوي دي, د سرچينو ترمخه اين ډي ايس د تحريک طالبان په ذريعه په بي آر ټي د بريدونو منصوبه لري, دغه دهړکې د روانې مياشتې په دويمه نيټه رامخې ته شوي دي.

د ترهګرو دغه ناوړې ارادې ماتولو او د دوي منصوبې ته مخه نيولو لپاره پاک فوځ, د پيښور پوليسو, د ټرانس پيښور سيکيورټي چارواکو او ريسکيو ۱۱۲۲ په ګډه امنيتي مشقونه پيل کړي دي, د بي آر ټي وياند ترمخه دغه امنيتي مشقونه د څه قسمه ناخوښې پيښې مخنيوي لپاره تياري ده.

د بي آر ټي وياند وئيلي چې دا ټرافکي منصوبه د نړيوال معيار ده چې ځائي اولس ترې ګڼ شمير فائدې ترلاسه کوي ولې د دې حفاظت يقيني کولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړې شوي دي, وائي چې دغه مشقونه د بي آر ټي په لاره, سټيشنو او مرکزي دفتر کښې پيل کړې شوي دي.

ياده دې وي چې د پاک فوځ, پوليسو, بي آر ټي چارواکو او د ريسکيو ۱۱۲۲ دغه امنيتي مشقونو ته ځيني شرخوښي د شک په نظر ګوري او په سوشل ميډيا ئي د پراپيګنډو لړۍ پيل کړې ده ولې د پيښور پشمول د ګردې صوبې پختانه دي بيدار وي چې دا قسمه مشقونه د دوي د حفاظت لپاره پيل کولې شي.

شیئر یې کړی