پېښور کښې د دلیپ کمار او راج کپور کورونو واک حکومت خپل کړي

د خيبر پختونخوا صوبائي حکومت او د لرغوني آثارو محکمې چارواکو فيصله کړې چې پېښور کښې د دلیپ کمار او راج کپور کورونو واک خپل کړي, د دوي په خيال دغه تاريخي ځايونه دي او حکومت غواړي چې دې له د سيلګرۍ او تاريخي آثارو نوم ورکړي.

د پښتونخوا د لرغون توکو ادارې مشر عبدالصمدخان وئیلي، د پېښور مرستیال کمېشنر ورته ویلي چې دا جایداد دې ادارې ته سپارل کېږي او اوس مهال دغه میراث د نورو له لاسوهنې خوندي کړای شوی دی.هغه وايي اوس یې د رغولو کار پیلېږي او په لومړي ګام کښې به سنجول کېږي چې په رغولو یې څومره لګښت راځي.

ياده دې وي چې دلیپ کمار په ۱۹۹۷ کال پاکستان ته تللو سره پېښور ته هم لاړ، ځکه غوښتل یې چې خپل کور او کوڅه وویني.کله چې دی قصه خوانۍ ته ورسېد د خلکو ګڼه ګوڼه جوړه شوه او له امله یې هغه خپل کور او کوڅه ونه لیدل. کله چې په دې هکله یو ځل وپوښتل شو، ویې ویل، که هلته تللی نو باوري و چې خلکو ته ستونزه جوړېده، ځکه ترې تېر شو، خو ډاډه دی چې کور یې هم هلته شته او محله یې هم موجوده ده.

حکومت د دلیپ کمار او راج کپور د کورنو ترلاسولو سره دلته د موزیم جوړولو پلان لري، ځکه دا کورونه له هغو کسانو اخیستل شوي چې پرې ولکه یې لرله او په سرکاري ډول د راج کپور د کور بیه یو کروړ او پنځه پنځوس لکه(پنځلس میلیونه پنځه لکه) او د دلیپ کمار کور بیه اته اتیا لکه روپۍ ور کړل شوې ده.

شیئر یې کړی