وزيرستان کښې امن او سيلګرې سندريز شوي, قامي سيلګري د زړۀ راخکونکې خکلا لپاره راغلي

د خيبر پختونخوا قبائيلي ضلعې د قدرتي خکلا او زړۀ راخکونکو مناظرو لپاره په نړيوال کچ يادې دي ولې له بده مرغه د تيرې څه مودې راهيسې په دغه سيمو کښي د ترهګرۍ اوور او د بارودو لوګو له امله دغه سيمې تکې تورې وې او د دې خکلاګانې مرورې وې. قبائيلي ضلعې د يره او وحشت علامت وو او دا چې د دغه سيمو خپل اولس هم د هيواد نورو برخو کښې آباد شوي وو.

د پاک فوځ او ځائي اولس لخوا د ګڼ شمير قربانيو روستو دغه سيمو کښي امن په ځائې شوې او نن فضا د امن سندرې وائي, ترقياتي منصوبې او د اولس بحالۍ يوه لويه لړۍ روانه ده, د امن له وجې د قبائيلي سيمو قدرتي خکلا هم رابرڅيره شوې ده او د قامي سيلګرو پشمول نړيوال سيلګري هم خوښي لري چې د دې سيمو دورې اوکړي او د دغه زړۀ راخکونکو مناظرو نه خوند واخلي.

د کے ټو کنګز ټورزم بائک ايسو سي ايشن صدر علي طاهر او د هغه لور عاليه علي طاهر د لاهور نه تر وزيرستانه راغلي, په موټر سائيکل دوي دغه سفر کړې او د وزيرستان خکلاګانو کښې ډوب شوي دي, دوي د قبائيلي ضلعو شمالي او جنوبي وزيرستان بيلا بيلو سيمو دوره کړې او جادوګره خکلا ئي ستائيلې ده.

علي طاهر او عاليه طاهر نړيوال سيلګرو ته پيغام ورکړې چې يو ځل خامخا د قبائيلي سيمو دوره اوکړي ځکه چې داسې خکلا دوي ته د نړۍ نورو سيمو کښې نشي ملاويدې, دوي وئيلي چې وزيرستان کښې د غوره مواصلاتي نظام او مکمل امن له وجې د بائيک سفر ډير پرامنه او دمه دې, وائي چې مونږ د وزيرستان د اولس ميلمستيا, قدرتي خکلاګانو او محوظ سفر له امله په دې مجبوره شوي يو چې يو ځل بيا دې سيمو ته سيلګرۍ لپاره راشو

شیئر یې کړی