د پي ټي ايم سياسي ګوند او د ايمل ولي خان يره؟

د پختون تحفظ موومنټ نه ټاکل شوې د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ لخوا د سياسي ګوند جوړولو اعلان شوې او په دغه اړه په باقاعده توګه تيره ورځ صوبۍ کښي يوه غونډه هم شوې ده چې پکښي د پي ټي ايم مشران او ګڼ شمير غړي شريک وو. د سياسي ګوند منشور او نوم به بيا روستو ټاکلې شي. دغه پريکړې نه روستو که يو خوا د پي ټي ايم دننه اختلافات رامخې ته شوي دي نو بلخوا د عوامي نيشنل ګوند مشران هم انديښمن دي.

د عوامي نيشنل ګوند مشر ايمل ولي خان د شعرونه په ژوبه کښې د محسن داوړ د سياسي ګوند په اړه خپل جذبات څرګند کړي, په ټويټر پيغام کښې ايمل ولي خان ليکي چې “ټول عمر به دا ستا يم, ټول عمر به دې ستايم, خو دومره راته ووايه جانانه چې زۀ ستا يم ,خپل قام خپله پارټي ,عوامي نېشنل پارټي.

د عوامي نيشنل ګوند مشر ايمل ولي خان په دې ټويټر پيغام کښې دوه خبرې پټې ښکاري, سياسي پوهان وائي چې د دې ټويټر نه ايمل ولي يو خوا د خپل زړه يره او د راتلونکي وختونو انديښنې څرګند کړي دي او دويم ئي اولس ته دا پيغام هم ورکړې چې عوامي نيشنل ګوند د پختنو اصل او بنياد سياسي ګوند دې. سياسي پوهان وائي چې د پي ټي ايم سياسي ګوند نه به زيات زيان عوامي نيشنل ګوند او پختونخوا ملي عوامي پارټۍ ته رسي او دغه وجه ده چې ايمل ولي خان د وړاندې نه دغه يره محسوس کړې.

ياده دې وي چې صوابۍ کښې د پروفيسر محمد اسماعيل په استوګنه کښي د پختون تحفظ موومنټ د مشرانو او غړو يوه غونډه شوې چې پکښې د سياسي ګوند جوړولو پريکړه شوې, د پختون تحفظ موومنټ مشر محسن داوړ وئيلي چې دا سياسي غونډه د دې مقصد لپاره شوې چې پي ټي ايم ځان له سياسي ګوند اوټاکي او دا چې د دې ګوند نوم او منشور به هم ډير زر د اولس وړاندې کيښودې شي.

ياده دې وي چې پختون تحفظ موومنټ د ړومبۍ ورځ نه د اختلافاتو ښکار وو چې پکښې د ګڼ شمير مشرانو دا رائې وه چې ځان له سياسي ګوند جوړ کړي ولې منظور پشتين او د شمار يو څو تنان د دې مخالفت کوي او هغوي د تحريک روان ساتلو په حق کښې دي.تير وختونو کښې چې کله هم د محسن داوړ نه د سياسي ګوند جوړولو په اړه پوښتنه شوې نو هغوي واضحه ځواب نه دې ورکړې ولې نن ئي په جار اعلان کړې چې دوي ځان له سياسي ګوند عملي کوي.

شیئر یې کړی