پي ټي ايم ختميدو ته نزدې دې, محسن داوړ د سياسي ګوند اعلان کړې

صوابۍ کښې د پروفيسر محمد اسماعيل په استوګنه کښي د پختون تحفظ موومنټ د مشرانو او غړو يوه غونډه شوې چې پکښې د سياسي ګوند جوړولو پريکړه شوې, د پختون تحفظ موومنټ مشر محسن داوړ وئيلي چې دا سياسي غونډه د دې مقصد لپاره شوې چې پي ټي ايم ځان له سياسي ګوند اوټاکي او دا چې د دې ګوند نوم او منشور به هم ډير زر د اولس وړاندې کيښودې شي.
ياده دې وي چې پختون تحفظ موومنټ د ړومبۍ ورځ نه د اختلافاتو ښکار وو چې پکښې د ګڼ شمير مشرانو دا رائې وه چې ځان له سياسي ګوند جوړ کړي ولې منظور پشتين او د شمار يو څو تنان د دې مخالفت کوي او هغوي د تحريک روان ساتلو په حق کښې دي.تير وختونو کښې چې کله هم د محسن داوړ نه د سياسي ګوند جوړولو په اړه پوښتنه شوې نو هغوي واضحه ځواب نه دې ورکړې ولې نن ئي په جار اعلان کړې چې دوي ځان له سياسي ګوند عملي کوي.
د پي ټي ايم محسن داوړ لخوا د سياسي ګوند جوړولو په اعلان د پختون تحفظ موومنټ د غړو ردعمل هم رامخې ته شوې دې چې پکښې زياتې نيوکې شوي دي.په فيسبوک د خبر خپريدو نه روستو صارفينو خپله رائې د کمنټونو د لارې شريکه کړې ده, خان اورکزۍ ليکي چې دې پريکړې سره به پي ټي ايم صفا شي,د پارليماني او غير پارليماني غږ به ترې ختم شي.د دې کمنټس نه داسې ښکاري چې د محسن داوړ له وجې پي ټي ايم باندې نيوکې کيدې او اوس به نيوکې ختمې شي.شفيق خان کمنټس کښې ليکي چې پختون تحفظ موومنټ د نقيب الله محسود په نوم نعرې وهلې او نن ئي خپل مقصد څرګند کړو چې دوي د پښتنو د پاره نه دي لګيا بلکه د انفرادي ګټې خبرې کوي, ده ليکلي چې پي ټي ايم د قبائيلي اولس دهوکه کولو لپاره د دوي نوم کارولې.
رومان شاه د محسن داوړ په دغه بيان خپله رائې کښي ليکلي چې څه کرې هغه به ريبې, اوس ستا لارې جدا او زمونږ جدا دي, سردار اچکزۍ ليکي چې محسن داوړ د مظلوم قام تحريک د خپل ذاتي مفاداتو لپاره استعمال کړو او ډير زر به هغه خپل انجام ته اورسي.نجم الدين وزير نومې تن هم په محسن داوړ غږ کړې چې دا ستا لويه غلطي ده او بيا به پښيمانه ئې, ظهور احمد هم محسن داوړ ته وئيلي چې ته د اقتدار اوګې ئي او پي ټي ايم دې د ځان لپاره استعمال کړو ځکه چې تا د پي ټي ايم نه وړاندې ولې سياسي ګوند نه جوړوو؟
د محسن داوړ د دغه پريکړې که يو خوا د شمار تنانو هرکلې کړې نو بلخوا ګڼ شمير صارفينو په دې نيوکې هم کړي دي. لنډه دا چې پختون تحفظ موومنټ اوس په مکمله توګه ختم شو او دا چې د پي ټي ايم د مشرانو ,قصد هم څرګند شوې دې. د پختون تحفظ موومنټ مشرانو به نعرې وهلې چې دوي د پختون قام حق غواړي ولې نن دا خبره په ډاګه شوې چې دوي صرف د ذاتي مفاداتو لپاره لګيا دي او د دغه مقصد لپاره د پختنو نوم کاروي. مهمه ده چې پختانه په دې خبره پوهه شي چې پي ټي ايم د قبائيلي سيمو پرمختګ اودرولو او جګړې له دعوت ورکولو لپاره لګيا دي او چرته چې دوي ته ذاتي فائده ښکاري نو په هغه لار روانيږي او ټوپک ئي د پختنو په اوګه ايښودې دې.