خيبر: د خوګه خيل قام احتجاجي لاريون, رښتيا څه دي؟

د پاکستان او افغانستان په طورخم پوله د دروازې جوړولو روستو دغه سيمه کښې د نړيوال امپورټ ايکسپورټ ټرمينل باندې کار روان دې چې مقصد ئي د يو چهت لاندې د امپورټ او ايکسپورټ ټولې اسانۍ يقيني کول دي او هيواد کښې تجارتي هلو ځلو له دوام ورکول دي, د ټرمينل جوړيدو نه روستو به پاکستان د مينځينۍ ايسيا سره وتړل شي او د هيواد معاشي پرمختګ ته به لار ترلاسه شي.

دا ځانګړې پروژه ايشين ډويلپمنټ بينک په مالي مرسته جوړولې شي چې ۱۶ ارب روپۍ لګښت به پرې راځي, په دې پروړه د دسمبر په مياشت کال ۲۰۱۶ کښې تعميراتي کار شروع شوې او جولائي ۲۰۲۳ کښې به سر ته رسولې شي. د دې خصوصي پروژې ذمه واري اين ايل سي ته ورکړې شوې چې پکښې د نړيوال معيار لارې, اوور هيډ پلونه, د قامي معيار ټيکسي سټينډ, سکينرز, ويئر هاوسز, وے بريجونه او د رهائشي کالونۍ پشمول د تجارتي هلو ځلو ګڼ شمير اسانۍ شاملې دي.

د ايکسپورټ امپورټ ټرمينل پروژه په څلور سوه ديرش کناله زمکه جوړولې شي چې پکښي د خوګه خيل قام نه د اين ايل سي چارواکو د ايف بي آر په ذريعه ۳۰۰ کناله زمکه په پيسو اخستې ولې د دغه په غوښتنه د ۱۳۰ کناله زمکې معاوضه دوي ته ورکولې شي ,سرچينې وائي چې له ړومبۍ ورځ نه د خوګه خيل قام يو يو کور ته د ګاډي په سر ۶۰۰ روپۍ ورکولې شي ولې د روان کال جولائي په مياشت چې کله دوي احتجاجي لاريون وکړو نو دغه معاضه ۷۲۰ روپو ورسولې شوه.د دغې په حساب دوي تر اوسه په اربونو روپۍ معاوضه ورکړې شوې ده

نن د خوګه خيل قام ځيني شرخوښو يو ځل بيا احتجاجي لاريون کړې او غوښتنه کوي چې دوي ته دې د دغه پروژې په ګټه کښې ۲۵ سلنه برخه ورکړې شي کومه چې يو غير قانوني غوښتنه ده ځکه چې دا پروژه صرف د خوګه خيل قام نه ده او په دې د پاکستان د هر وګړي برخه ده, مهمه ده چې د قبائيلي سيمو هر وګړي دغه شرخوښي اوپيژني او د دوي ناجائزه غوښتنې اوغندي.

شیئر یې کړی