د افغانستان شرخوښې رويه او د پاکستان مرستيالې هڅې؟

د پاکستان سياسي او عسکري مشرانو تل هڅې کړي چې په افغانستان کښې تل پاتې امن په ځائې شي او دغه هيواد د پرمختګ په لور روان شي ځکه چې د افغانستان امن د دې ټولې سيمې امن دې, کله چې هم په افغانستان سخت وختونو راغلي نو د پاکستان حکومت, عسکرو او عام اولس په ډيره مينه او عقيدت سره د افغانستان اولس ته هرکلې وئيلې او دوي له ئي په خپلو زړونو کښې ځائې هم ورکړې دې ولې که تاريخ اوکتل شي نو د افغانستان حکومتي چارواکو تل د نفرت خورولو هڅې کړي دي.

د افغانستان قامي سيکيورټي کونسل صلاحکار حمدالله محب په ننګرهار ولايت کښي يوې غونډې ته وينا کړې او د پاکستان په ضد ئي د نفرت خورولو ممکنه هڅې کړي دي, حمدالله محب په پاکستان د ترهګر تنظيم پي ټي ايم, بي ايل اے او بي آر اے سره د ملاتړ پيغام ورکړې, وائي بايد چې د افغانستان هر وګړې د پاکستان په ضد دغه ډلو سره مرسته وکړي ځکه چې پاکستان زمونږ دښمن هيواد دې.

حمدالله محب په خپله وينا کښې وئيلي چې پاکستان حکومت د پي ټي ايم علي وزير بندي کړې ځکه چې خپل حق ئي غوښتو, ده د پاکستان اولس ته ناجائزه او د هيرا منډۍ پيداوار وئيلې او افغان اولس ته ئي په جار اعلان کړې چې پاکستان ستاسو دښمن هيواد دې, د افغانستان قامي سيکيورټي کونسل صلاحکار د خيبر پختونخوا قبائيلي سيمو په اړه وئيلي چې پاکستان خپله پوله غزول غواړي او په دغه غرض ئي افغانستان کښې ترهګري خوره کړې ده چې د افغان طالبانو په لاسونو کښې د حکومت واک راشي.

د افغانستان سلامتيا کونسل صلاحکار حمدالله محب دغه بيان د پاکستان پشمول نړيوالو پښتنو په سختو ټکو کښې غندلې او هغه ته ئي د عامو رسنيو د لارې پيغام ورکړې چې پاکستان تل د افغانستان امن لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي دي, د جګرې په وخت ئي افغان اولس ته د سر سيورې ورکړې او د خولې نوړۍ ئي ورسره نيمه کړې ده, د پاکستان پشمول د ګردې نړۍ پښتنو وئيلي چې اوس هم د افغان اولس علاج په پاکستان کښې کيږي, د سولې خبرې هم د پاکستان په مرسته روانې دي, افغان زده کوونکو ته وظيفې هم پاکستان حکومت ورکوي, که په پوله د افغان ځواکونو غړي ژوبل شي نو علاج ئي د پيښور عسکري روغتون کښې کولې شي او دغه شان د نيکو او مرستې يوه نه ختميدونکې لړۍ روانه ده.

د پاکستان او افغانستان په چارو پوهه خبريالانو هم دغه بيان غندلې وا وائي چې حمدالله محب په يوه مهمه څوکۍ ناست دې او دا قسمه بيانونه د دواړه هيوادونو ترمينځ نفرت له هوا ورکوي, بايد چې هغه د پاکستان حکومت او اولس نه معافي اوغواړي او په خپل بيان پښيمانه شي, ياده دې وي چې ترڅو په افغانستان کښې د حمدالله محب غوندې ناپوهه او شرخوښي مشران ميشته وي نو د افغان اولس ژوند به په جګړو کښې وي او د پرختګ ارماني به وي, بايد چې افغان اولس خپله هم د حمدالله محب بيان اوغندي او حکومت ئي په ضد ګامونه پورته کړي.

شیئر یې کړی