شمالي وزيرستان:د سپين وام نه تر افغان پولې د ۱۴ کلوميټره لارې فيز ۱ مکمل شوې

د خيبر پختونخوا قبائيلي ضلعو کښې د غوره مواصلاتي نظام لپاره پاک فوځ, حکومت او ضلعي انتظاميې کوتلي ګامونه پورته کړي او ګڼ شمير منصوبې ئي سر ته رسولي دي, دغه منصوبو کښې د هرې قبائيلي ضلعي دننه او تر نورو ښارونو پورو ميګا منصوبې هم شاملې دي.

د قبائيلي ضلع شمالي وزيرستان سپين وام سيمې نه تر دھاندی کچ افغان پولې پورې د لارې پروژه تندۍ سره روانه ده چې اوږدوالې ئي ۱۴ کلوميټره دې, د حکومت او ضلعي انتظامېې په مرسته د دې پروژې فيز ۱ مکمل کړې شوې او نور ترقياتي کار روان دې.

د ضلعي انتظامېې لخوا جاري شوي بيان ترمخه د دې پروژې فيز ۲ کښي ۱تلس کلوميټره روډ جوړولې شي چې ورسره به د سپين وام او خوا شاه سيمو اولس ته سفري اسانۍ ترلاسه شي او دا چي په معاشي توګه به هم دغه سيمې وده بيامومي.

ياده دې وي چې قبائيلي ضلعو کښي د تعليم, صحت اور روزګار پروژو پشمول د مواصلاتي نظام جال خور کړې شوې دې چې د دغه سيمو د پرمختګ ښکاره نښه ده, د قبائيلي سيمو دغه پرمختګ کښي د حکومت او ضلعي انتظامېې سره سره پاک فوځ هم په ړومبي صف کښې ولاړ دې.

شیئر یې کړی