حكومت د ضم شوو سيمو تعمير او پرمختګ لپاره لوظي دے, وزيراعظم عمران خان

وزيراعظم عمران خان سپارښتنه كړې چې د ضم شوو سيمو په اړه د راروان كال په بجټ كښې ځائې مشرتابه او د اولسي نمائندګانو په مشاورت سره هغه پروژو ته پام لرنه وكړئ كومو ته چې اولس سمدستي ضرروت لري ،د پرمختګ عمل دې د اولس په مرسته مخ په وړاندې بوتلل شي، ۴۸ اربه روپۍ ريكارډ پرمختيائي فندز وركول د ضم شوو سيمو تعمير او پرمختګ لپاره زمونږ د عزم ښكاره ثبوت دے. د دې خيالاتو څرګندونه ده د ضم شوو سيمو كښې د پرمختيائي پروژو پيش رفت په اړه د جاج اخستو غونډې مشرۍ كولو سره وكړه, غونډه كښې د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر، د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري، د خېبر پښتونخوا وزير اعليٰ محمود خان، د اطلاعات وزير مملكت فرخ حبيب، د خزاني صوبائي وزيرِ تيمور خان جھګړا، د قامي اسمبلۍ غړو ګل داد خان، ګل ظفر خان، ساجد خان، محمد اقبال آفريدي، ملك فخر زمان او د اړوندو وفاقي او صوبائي حكومتونو سينئر افسرانو ګډون كولو۔په غونډه كښې ضم شوو سيمو كښې په روانو پرمختيائي پروژو د پيش رفت تفصيلي جاج واخستلے شو۔غونډي ته ووئيل شول د ضم شوو سيمو په اړه تر اوسه د ۲۱۷ منصوبو منظوري وركړې شوې چې پكښې د تعليم، صحت، مواصلات، آوبه خور ، سپورټس، لاء اينډ جسټس، زراعت، توان ، د څښلو پاكو اوبو وغيره په شان نوري پروژي شاملي دي۔په غونډه كښې د وفاق د اړخه ضم شوو سيمو لپاره جاري روپۍ او تر اوسه د خرڅونو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو, وزيرِ اعظم د غونډي مشرۍ كولو سره ووئيل حكومت د ضم شوو سيمو تعمير او پرمختګ لپاره لوظي دے, ده ووئيل سخت مالي حالات او د كورونا باوجود روان كال لپاره د وفاق د اړخه ضم شوو سيمو لپاره ۴۸ اربه روپۍ ريكارډ ترقياري فنډز وركول زمونږ د عزم ښكاره ثبوت دے, وزيرِ اعظم سپارښتنه وكړه چې ضم شوو سيمو په اړه راروان كال بجټ كښې د ځائې قيادت او اولسي نمائندګانو په مشاورت سره هغه پروژو ته پام لرنه وكړئ كومو ته چې اولس سمدستي ضرورت لري ,وزيرِاعظم سپارښتنه وكړه چې د پرمختيائي پروژو پيشرفت مانيټرنګ او مقرره اهداف په وخت ترلاسه كولو له دې وفاق او د صوبائي حكومت په نمائندګانو اډانه كمېټي جوړھ كړې شي, وزيراعظم په غونډه كښې موجود ټاكلو نمائندګانو ته سپارښتنه وكړه چې ضم شوو سيمو كښې روان پرمختيائي عمل په اړه اولس سره ملګرتيا وګړې.

شیئر یې کړی