مقبوضه کشمیر :محمد اشرف صحرائی هندي زندان كښې په حق ورسېدو

د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړې شوي جمو وكشمير كښې د كل جماعي حريت كنفرنس مشر لارښود او د تحريك حريت جموں وكشمير چیئرمین محمد اشرف صحرائی د جموں په هندي زندان كښې په حق رسېدلے دے۔د كشمير ميډيا سروس له مخې په محمد اشرف صحرائی کالا قانون ” پبلک سېفټی اېکټ ‘‘ لاګو كړے شوے و او دغې نه وروسته په ۱۲جولائی ۲۰۲۰ د جمو ادھمپور زندان ته منتقل كړے شوے وو, محمد اشرف صحرائی يو شمېر رنځونو سره مخ و, زندان كښې هغه ته كومه طبي آساني وركولې نه شوه, د ارواښاد سختې ناروغتيا نه د هغه كورنۍ هم بې خبره ساتلې شوې وه, د هغه عمر نزدې ۸۰ كاله و۔ هغه د جماعت اسلامي مقبوضه كشمير غړے و او ټول عمري له د مشر حريت لارښود سيد علي ګېلاني ښې لاس پاتے شوے و۔ دا اندېښنه هم څرګندولې شي چې هغه ته د زندان چارواكو زهر وركړې وي, د نورو كشميري نظر بند كسانو خپلوانو هم دا اندېښنه ښكاره كړې چې د هغوي مينه والو ته زندان كښې زهر وركولے شي

شیئر یې کړی