شمالي وزيرستان کښې د هر قسمه وسلې په ځلولو بنديز لګولې شوې, يو مياشت لپاره دفعه ۱۴۴ نافذ کړې شوي

د خيبر پختونخوا قبائيلي ضلع شمالي وزيرستان کښې د امن په ځائې ساتلو او د اختر خوشحالۍ په ګوره شان لمانځلو لپاره د ضلعي انتظاميي لخوا د يوې مياشت لپاره دفعه ۱۴۴ نافذ کړې شوې ده, په دغه اړه باقاعده نوټيفيکيشن هم جاري کړې شوې دې.د شمالي وزيرستان ډپټي کمشنر شاهد علي خان د دفتر نه جاري شوي بيان ترمخه تير کال په هوائي ډزو, ون ويلنګ او غير قانوني تير رفتارۍ له امله ګڼ شمير قيمتي وجودونه ضائع شوي وو او سيمه کښې امن ته زيان رسيدلې وو ,دغه وجه ده چې دا ځل د دفعه ۱۴۴ نافذ کولو فيصله شوې ده.
جاري شوې اعلاميه کښي وئيلي شوي چې څوک هم خلاف ورزي کوي نو د هغوي په ضد به د پي پي سي دفعه ۱۸۸ د سيوري لاندې سزا ورکولې شي, د ضلعي انتظاميي لخوا اولس ته اپيل شوې چې دفعه ۱۴۴ کاميابۍ سره عملي کولو د ضلعي انتظاميي ملګرتيا اوکړي.

شیئر یې کړی