جنوبي وزيرستان:د صوبائي حکومت لخوا د متاثره کورنيو د مالي مرستې لړۍ روانه ده

د خيبر پختونخوا قبائيلي ضلعو کښې د امن راستنيدو او فاټا انضمام نه روستو صوبائي حکومت, ضلعي انتظاميه او پاک فوځ په ګډه د دغه سيمو بيا ودانۍ لپاره کوټلي ګامونه پورته کوي, د سي ايل سي پي سروے ترمخه متاثره کورنيو ته مالي مرسته ورکولې شي.

د سي ايل سي پي سروے دغه لړۍ چې څنګ د خيبر پختونخوا نورو قبائيلي ضلعو کښې روانه ده نو دغه شان په جنوبي وزيرستان کښې د ډپټي کمشنر خالد اقبال خټک په خصوصي وينا اسسټنټ کمشنر لدها فرحان خان په ډپټي کمشنر کمپاؤنډ کښې د تحصيل شوال ۱۱۲ متاثره کورنيو ته د مالي مرستې چيکونه ورکړي دي.

په دې موقعه اسسټنټ کمشنر لدها فرحان خان وئيلي چې د صوبائي حکومت په هداياتو به دغه لړۍ تر هغې روانه وي چې تر څو دې سيمو کښې متاثرين يو ځل بيا بحالش وي نه وي, ځائي متاثره کورنيو د صوبائي حکومت او ضلعي انتظاميي خصوصي شکريه ادا کړې چې په دې سخت وخت کښې د دوي مرسته کوي.

شیئر یې کړی