شمالي وزيرستان:ضلعي انتظاميه ځائي اولس ته ريليف ورکولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کوي

د خيبر پختونخوا صوبائي حکومت په هداياتو د ګردې صوبې پشمول قبائيلي ضلعو کښې هم اولس ته ريليف ورکولو او د خوراک څخاک توکي په سرکاري نرخ يقيني کولو لپاره ضلعي انتظاميه چمتو ده او هره ورځ د غير قانوني سوداګرۍ په ضد عمليات کوي.

د شمالي وزيرستان ډپټي کمشنر شاهد علي خان په خصوصي هداياتو اسسټنټ کمشنر رزمک حمزہ ظهور هم د صوبائي حکومت دغه احکامات جاري ساتلي او د رزمک بازار دوره ئي کړې ده, دوي د دورې په مهال د خوراک څخاک توکو معيار او نرخونه کتلي دي.

اسسټنټ کمشنر رزمک حمزہ ظهور د کاروائي په مهال اووۀ دوکانداران په دې تور جرمانه کړي چې هغوي د ايس او پيز خلاف ورزي کوله او دا چې نرخ ئي د سرکاري نرخونو نه زيات وو ولې بلخوا د دوي معيار هم د نرخ ترمخه نه وو کوم چې يو قانوني جرم ګڼل کيږي.

په دې موقعه اسسټنټ کمشنر وئيلي چې د کورونا ايس او پيز خيال ساتل زمونږ د ټولو قانوني او اخلاقي ذمه واري ده او دا چې دغه شان ځائي خلکو ته د روژې مبارکه مياشت کښې ريليف ورکول هم مذهبي فريضه ده ولې که څوک خلاف ورزي کوي نو د هغوي په ضد به کاروائي کولې شي.

شیئر یې کړی