کرم:ضلع کښې امن په ځائې ساتلو لپاره د اعلې پائې غونډه شوې

د خيبر پختونخوا قبائيلي ضلع کرم کښې امن په ځائې ساتلو او اولس ته ريليف ورکولو لپاره د اعلې پائې غونډه شوې چې مشري ئي چيف سيکرټري خيبرپختونخوا ډاکټر کاظم نياز کوله,غونډه کښې د کمشنر, ډپټي کمشنرز ,ريجنل پوليس افسر او ضلعي پوليس افسر پشمول اعلې حکومتي چارواکې شريک وې.

غونډه کښې د یوم علی، لاک ډاون، جمعته الوداع، د اختر د شپې سيکيورټي او په اعتکاف باندي تفصيلي خبرې شوې دي, ارزان بازارونو کښې د اولس اسانۍ او اختر کښې قبائيلي اولس ته ريليف ورکولو لپاره حکومتي اقداماتو باندې خبرې هم د غونډې برخه وه.

غونډې ته د چيف سيکرټري ډاکټر کاظم نياز وينا وه چې کورونا ايس او پيز دې په هر حال کښې عملي کړي شي او څوک چي خلاف ورزي کوي نو د هغوي په ضد دې قانوني کاروائي اوکړي شي, دوي د حکومتي لاک ډاؤن په اړه د اقداماتو امر هم کړې دې.دوي امر کړې چې اختر کښې دې هم د کورونا ايس او پيز خصوصي خيال اوساتلې شي.

چيف سيکرټري متعلقه کمشنر او ډپټي کمشنرانو ته هدايات جاري کړي چې اولس ته دې د خوراک څخاک توکي په سرکاري نرخ يقيني کولو لپاره کوټي ګامونه پورته کړې شي او که څوک د خوراک څخاک توکي خوندي کوي يا زيات نرخونه ساتي نو د هغوي په ضد دې سخته کاروائي اوکړې شي

شیئر یې کړی