د هېواد زرعي څانګي پرمختګ ته خاص پام لرنه كولې شي, وزيراعظم عمران خان

وزيراعظم عمران خان د كركېلې پرمختګ په لار كښې د ولاړو خنډانو په لرې كولو ، د پرمختګ عمل د پرله پسي څارنې او په مناسب وخت د اسټيك هولډرز په مشاورت د پريكړو كولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي د هېواد زرعي څانګي پرمختګ ته به خاص پام لرنه كولې شي, په دې لړ كښې به حكومت هر ممكن اقدامات كوي.

اسلام آباد کښې د كركيلي لپاره د قامي رابطه كمېټۍ غونډې مشرۍ كولو په وخت وزياعظم عمران خان وئيلي چې د ۱۹۶۰ نه پس د هېواد زرعي څانګي ته پام لرنه نه ده شوې ,موجوده حكومت د هېواد پرمختګ كښې زرعي څانګي ته ښه حيثيت او د كروندګرو سوكالۍ ترمخه دې څانګي ته پام لرنه كوي۔ وزيراعظم به تيرو دوو كلونو كښې د غنمو ، جوارو ، وريژو ، ګني او آلو د ډاډ وړ پيداوار ترمخه كروندګرو له نوري آسانۍ او ښه چاپيرچل باوري كولو او ټول هېواد كښې د زرعي پرمختګ نوي وژن ترمخه د زراعت بيلو څانګو بحالۍ لپاره د روډميپ وضع كولو سپارښتنه وكړه.

غونډه كښې د وزير اعظم خاص مرستيال جمشيد اقبال چيمه، ډاكټر شهباز ګل، د اكنامك ايډوائزري كونسل غړي عابد قيوم سلهري او سينئر افسرانو ګډون كولو, د اسټيټ بينك ګورنر ډاكټر رضا باقر، د پنجاب ، سندھ ، خېبر پښتونخوا او د بلوچستان چيف سيكرټريز او اړوندو چارواكو د ويډيو لنك د لاري په غونډه كښې ګډون كولو.

په غونډه كښې وزيراعظم ته د هېواد زرعي څانګي پرمختګ ، د لائيو اسټاك بحالۍ او د كروندګرو سوكالۍ لپاره د لنډې مودې ، مينځنۍ مودې او د اوږد مهاله روډ ميپ په اړه د اسټيك هولډرز په مشاورت د عملدرآمد په تګلاره تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔خاص مرستيال جمشيد چيمه په تيرو دوو كلونو كښې د غنمو ،وريژو ، جوارو ، ګني او آلو فصل ريكارډ پيداوار او په خاص توګه د موجوده حكومت د كسان دوسته پاليسو په سبب كروندګرو له د ريكارډ پيداوار جائز ګټی وركولو په اړه وزيراعظم ته ووئيل د مناسب بيعې په وجه د كروندګرو باور بحال شوے۔ په حقيقت كښې د پاكستان تحريك انصاف حكومت كروندګرو له په سبسډي وركولو او د پيداوار زياتو موقعو سره د بيعي په ټاكلو سره د كروندګرو استحصال ختم كړے .

خاص مرستيال د نړيوال زرعي ماډل د پاكستان زرعي ماډل سره د تقابلي جائزې وړاندې كولو سره هېواد كښې د سباؤن زرعي ماډل مجوزه خاكه وړاندې كړه چې پكښې زيات پام د لائيو اسټاك بحالۍ، سبزو او د ميوو معياري پيداوار ته شوے ,دغسې چيف سيكرټريز خپلو صوبو كښې د زرعي پرمختګ منصوبو بجټ پي سي ون، كسان كارډ ، ريسرچ، نرسري ډويلپمنټ، فوډ پراسيسنګ او انفارمېشن ټيكنالوجي كارولو په اړه د شوي پيش رفت په اړه بريفنګز وركړل ۔ دغسې ګډون كوونكي سږ كال د غنمو د ډاډ وړ پيداوار په حقله هم خبر كړے شول.

شیئر یې کړی