خيبر:د ايډيشنل ډپټي کمشنر نوید اکبر په مشرۍ کښې د سي ايل سي پي سټيرنګ کميټۍ غونډه شوې

د قبائيلي ضلع خيبر ډپټي کمشنر په دفتر کښې د ايډيشنل ډپټي کمشنر ريليف نويد اکبر په مشرۍ کښې د سي ايل سي پي ضلعي سټيرنګ کميټۍ غونډه شوې چې پکښي د بيلا بيلو بريګيډ افسرانو, ريوينيو تحصيلدارانو, سي اينډ ډبليو پشمول د تعليم محکمې افسرانو هم ګډون کړې وو.

د ضلع خيبر ډپټي کمشنر دفتر لخوا جاري شوي بيان ترمخه سټيرنګ کميټۍ ته د سي ايل سي پي سروے او راتلونکې لائحه عمل په اړه تفصيلي بريفنګ ورکړې شو, کيمټۍ ته دا هم اووئيل شو چې تر دې دمه څومره کورنيو ته د سي ايل سي پي سروے لاندې مالي مرسته ورکړې شوې ده.

غونډه کښې د ضلع خيبر په بيلا بيلو سيمو کښې د مکمل شوو کيسونو په اړه هم خبرې اوشوې کوم چې به ختمي منظوۍ لپاره ليږلې شي, د کومې روستو چې به دغه کورنيو ته د حکومت پاکستان لخوا د بيا ودانۍ لپاره مالي مرسته ورکولې شي.

په دې موقعه ايډيشنل ډپټي کمشنر ريليف نويد اکبر د کورونا ايس او پيز د سيوري لاندې سي ايل سي پي سروے جاري ساتلو هدايات کړي او متعلقه چارواکو ته ئي امر کړې چې سروے کښې دې د شفافيت خصوصي خيال اوساتلې شي ځکه چې دې کښي به څه قسمه کمې کوتاهې نشي برداشت کولې.

شیئر یې کړی