باجوړ:ترخو لغړئ کښې د سيکيورټي ځواکونو په ګاډي بريد شوې, دوه اهلکار شهيدان شوي

د خيبر پختونخوا قبائيلي ضلعو کښي يو ځل بيا ترهګر هڅې کوي چې امن ته زيان اورسوي او قبائيلي ضلعو کښې د پرمختګ او سوکالۍ مخه اونيسي,په دغه غرض ترهګر د ځيني ځائي شرخوښو په مرسته په سيکيورټي ځواکونو او ځائي ودانۍ بريدونه کوي.

د قبائيلي ضلع باجوړ په تحصيل ماموند ترخو لغړئ سيمه کښې ترهګرو د ايف سي په ګاډي بريد کړې چې پکښي دوه ايف سي غړي په موقعه شهيدان شوي دي ولې دوه نور سخت ژوبل شوي هم دي, شهيدانو کښې نائب صوبیدار جاوید او لانس نائیک ظاھر الله شامل دي.

د سرچينو ترمخه دغه بريد کښي ژوبل شوي اهلکارو کښې اعجاز او سیف الله شامل دي څوک چې د علاج لپاره په سمدستي توګه خار هيډکوارټر روغتون ته رسولې شوي دي.

د پيښې نه روستو پوليسو او ايف سي ځواکونو سيمه خپله ولقه کښې اخستې او لټون عمليات ئي پيل کړي دي, سيکيورټي ځواکونو طمعه څرګند کړې ده چې دې بريد کښې ککړ ملزمان به ډير زر د قانون په پنجه کښې وي او دا چې څوک هم سيمه کښې امن ته زيان نشي رسولې.

شیئر یې کړی