شمالي وزيرستان:دیرنومي او زکر خیل قامونو ترمينځ قامي شخړه امن سره سرته رسيدلې

د شمالي وزيرستان ضلعي انتظاميې دیرنومي او زکر خیل قامونو ترمينځ قامي شخړه امن سره سرته رسيدلې کومه چې له ډيرې مودې راهيسې روانه وه او دا چې دواړه قامونو په دي زمکني شخړه مالي او بدني زيان کړې وو.

د ډپټي کمشنر شاهد علي خان په خصوصي هداياتو د اسسټنټ کمشنر میرانشاہ عدنان ابرار په مشرۍ کښې جرګه حال ميرانشاه کښې يوه لويه جرګه ترسره شوه چې پکښي د دیرنومي او زکر خیل قامونو ترمينځ څلويښت کلنه شخړه امن سره سرته اورسيده.

د ضلعي انتظاميي په مرسته د دواړه قامونو ترمينځ اصلامي کميشن جوړ کړې شوې وو او دواړه قامونو کميشن ته اختيار هم حواله کړې وو, د کميشن غړو د دغه شخړې پوره جاج واخستو او يوه لنډه فيصله ئي تياره کړه کومه چې تيره ورځ دواړه قامونو ته واوروې شوه او دوي پرې صلاح شو.

ضلعي انتظاميي دواړه قامونو ته باور ورکړو چې دا فيصله به ډير زر عملي کولې شي او د زمکې شخړه کښې د قانوني چارو ترمخه به دواړه قامونو ته انصاف ترلاسه کيږي, ډپټي کمشنر شاهد علي خان په دې موقعه وئيلي چې دا د وزيرستان د خلکو په ضلعي انتظاميه يقين دې او په دې مونږ د دوي شکريه ادا کوو.

شیئر یې کړی