قبائيلي ضلع کرم:صده کښې د پاسپورټ دفتر په باقاعده توګه کار شروع کړې

د خيبر پختونخوا قبائيلي ضلعو کښې د پرمختګ او سوکالۍ سفر تندۍ سره روان دې, صوبائي حکومت, ضلعي انتظاميه او پاک فوځ په ګډه هڅې کوي چي قبائيلي اولس ته د صوبې نورو برخو پشان د ژوند ټولې بنيادي اسانۍ يقيني کړي.

د قبائيلي ضلع کرم سر ښار صده کښي څه موده وړاندي د پاسپورټ دفتر تيګه ايخودې شوې وه او اولس ته ځيرې ورکړې شوې وو چې ډير به دوي لپاره پاسپورټ دفتر کار شروع کړي, د کوزې کرمې او مرکزي کرمې د ځائي خلکو دغه کورنۍ غوښتنه پوره شوې ده.

اسسټنټ ډائريکټر محمد عمران چارج سمبال کړې او ټوکن جاري کولو نه روستو په باقاعده توګه عملې کار شروع کړې دې, په دې موقعه اسسټنټ کمشنر لوئر کرم حامد خان د پاسپورټ دفتر دوره کړې او د انتظاماتو جاج ئې اخستې دې, دوي پاسپورټ دفتر له عارضي عمله هم ورکړې ده.

اسسټنټ ډائريکټر لوير کرم حامد خان د دورې په مهال وئيلي چې پاسپورټ دفتر د کوزې او مينځنۍ کرمې د خلکو غوښتنه وه ځکه چې دوي ته په پاسپورټ جوړولو کښې ګڼ شمير ستونزې رامخې ته وې, د صوبائي حکومت په مرسته نن دغه غوښتنه پوره شوې, ځائي خلکو په دغه پرمختګ د صوبائي او ضلعي انتظاميي شکريه ادا کړې.

شیئر یې کړی