خيبر:اسسټنټ کمشنر اکبر افتخار د ضلعي روغتون لنډیکوتل دوره کړې,د صحتي اسانيو جاج ئي اخستې

د قبائيلي ضلع خيبر ډپټي کمشنر منصور ارشد په خصوصي هداياتو د لنډيکوتل اسسټنټ کمشنر اکبر افتخار احمد د ضلعي روغتون لنډي کوتل دوره کړې ده, د دورې په مهال دوي د کورونا ايس او پيز او د اولسي صحت اسانيو تفصيلي جاج اخستې دې.

اسسټنټ کمشنر اکبر افتخار ته د روغتون عملې لخوا د موجودې صحتي اسانيو په اړه تفصيلي بريفنګ ورکړې شوې دې او دا چې هغه د ځيني ستونزو څخه هم خبردار کړې شوې,د روغتون چارواک وئيلي چې روغتون کښي د کورونا ايس او پيز هم خصوصي خيال ساتلې شي.

په دې موقعه د لنډي کوتل اسسټنټ کمشنر اکبر افتخار د ضلعي هيډ کوارټر روغتون چارواکو ته امر کړې چې خپلې ذمه وارۍ په غوره شان ترسره کړي او دا چې د کورونا په وبائي صورتحال کښې اولس ته د صحتي اسانيو يقيني کولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

ياده دې وي چې د فاټا انضمام نه روستو د خيبر پختونخوا صوبائي حکومت د قبائيلي اولس بنيادي اسانيو ته وده ورکولو لپاره چمتو دې او په دغه غرض د هرې قبائيلي سيمې ضلعي انتظاميي ته ذمه وارۍ ورکړې شوي دي ولې ضلعي انتظاميه هم خپلې ذمه وارۍ په غوره شان ترسره کولو لپاره هڅې کوي.

شیئر یې کړی