د توهين رسالتﷺ په ضد د پاکستان موقف په ټوله نړۍ كښې ستائېلې شوې,طاهر محمود اشرفي

د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ خاص مرستيال او د پاکستان علماء کونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئيلي دي سعودي عرب سره په ايمان او عقيده اډانه د ورورولۍ اړيكي لرو، وزيراعظم به د سعودي عرب خپلي دوري په مهال د سعودي عرب اعليٰ قيادت پشمول پاکستانيانو سره ملاقاتونه كوي، د او آئي سي هېوادونو سفيرانو سره ملاقات كښې وزيراعظم زور راوړے چې اسلامي هېوادونه دي په اسلامو فوبيا شريك موقف اختيار كړي، د فلسطين مسئله ، اسلامو فوبيا او د توهين رسالتﷺ په ضد د پاکستان موقف په ټوله نړۍ كښې ستائېلے شوے, د تيرو ۷ مياشتو په مهال هېواد كښې د مذهب توهين كومه پېښه نه ده رامخي ته شوې ، هېواد كښې ټولو اقليتونو ته بشپړه مذهبي آزادي ترلاسه ده، اروپائي ائتلاف قرارداد د زمكيزو حقائقو په ضد دے، مونږ د هغي غندنه كوو,د دې خيالاتو څرګندونه ده پرېس کنفرنس كښې وكړه,حافظ محمد طاهر محمود اشرفي ووئيل د مسلمانانو د ټولو مسئلو حل وحدت او به اتحاد كښې دے، نن وزيراعظم د اسلامي مرستي تنظيم هېوادونو سفيرانو سره ملاقات كړے او هغوي سره ئې په بيلو چارو د خيالاتو څرګندونه كړې,وزيراعظم په سفيرانو زور راوړے چې اسلامي هېوادونه دې په ګډه موقف خپل كړي،لويديزو هېوادونو له به باور كول وي چې مونږ څه ډول د نبي پاكﷺ سره مينه لرو۔ وزيراعظم ووئيل اسلام د امن او سلامتيا دين دے، دا د ترهه ګرۍ سره تړل لوي ظلم دے.

شیئر یې کړی