د وزيراعظم عمران خان په وژن د ټولنې غريبې طبقې ته خصوصي نظر کولې شي, ډاکټر ثانيه نشتر

د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاکټر ثانيه نشتر وئيلي چې د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ کښې موجوده حکومت د غريبې طبقې پرمختګ او سوکالۍ لپاره غوره ګامونه پورته کوي چې دغه شان دوي په کمو وسائلو خپلې کورنۍ له د ښه ژوند جوګه شي.

د وزيراعظم د غريبۍ ختمولو او د سماجي تحفظ خاص مرستيالي ډاكټر ثانيه نشتر د اسلام آباد سيکټر جي اليون كښې د احساس (ريړھي بانو) لاس ګاډي لګوونكو سره ملاقات کړے او د هغوي څخه ئې د منصوبې په اړه تاثرات معلوم کړي ، لاس ګډي لګوونكو خاص مرستيالي سره د ملاقات په مهال د خوشحالۍ څرګندونه وكړه او احساس پروګرام ئې وستائلو.

په دې موقع په خپلو خبرو كښې خاص مرستيالي ډاكټر ثانيه نشتر ووئيل د وزيراعظم وژن له مخي به لاس ګډي لګوونكو له ښه چاپيرچل وركولې شي دغسې چې په ښه ډول خپل كار وكړي او د خپلي كورنۍ كفالت وكړے شي.

ډاکټر ثانيه نشتر وړاندي وئيلي چې دا وړومبې پائلټ پراجيکټ دے كوم چې په جي اليون كښې پيل شوے۔ پاورټي ايليويشن اينډ سوشل سيفټي ډويژن (پي اے اېس اېس ټي)کيپټل ډويلپمنټ اتھارټي (سي ډي اے)ميټرو پوليټن کارپوريشن اسلام آباد (ايم سي آئي) آئي سي ټي ايډمنسټرېشن او پاکستان انسټي ټيوټ آف ډويلپمنټ اکنامکس(پي آئي ډي اي) په مرسته دا پروګرام پيل شوے دے .

دوي دا هم وئيلي چې په وړومبي ځل كوم حکومت د غريبانانو ښېګړي لپاره كار كړے او هغوي له ئې د دې كار لائسنس وركړے او هغوي له ښې ريړۍ وركړې شوي چې له امله ئې په عزت سره خپل كار كوي او هغوي ته هيڅ ډول خطر نشته

شیئر یې کړی