حکومت د كر كېلې لا ښه والي ته پام لرنه كوي، وفاقي وزير شوکت ترين

د خزاني وفاقي وزير شوکت ترين وئيلي دي كر كيله په قامي معيشت كښې مرکزي کردار ترسره كوي او حکومت د كر كېلې لا ښه والي ته پام لرنه كوي,دوي وئيلي چې پاکستان د کرکيلې هيواد دې او که دلته دې اړخ ته پاملرنه اوشي نو معاشي ستونزي به حل شي.

اقتصادي مشاورتي کونسل د ذيلي کمېټۍ د كركېلې په اړه غونډې ته وينا کښې د خزانې وفاقي وزير وئيلي چې فارم ليبر، پراسيسنګ، ټرانسپورټ او لاجسټک كښې ولاړ خنډان لرې كولو سره د پټو نه تر صارف د سپلائۍ بيا د سره جاج اخستو ته اړتيا ده,ده ووئيل د کوويډ ۱۹ وبا په وجه سپلائي سايئډ كښې د خنډانو راولاړيدو څخه صورتحال مشکل شوے.

په غونډه كښې د وزيراعظم د محصولات خاص مرستيال ډاکټر وقار مسعود، خاص مرستيال جمشيد چيمه او د کمېټۍ د غړو پشمول احمرعزيز، منصورعارفين، آفتاب انور، سعادت اعجاز اوعارف نديم پشمول متعلقه حکومتي چارواکو ګډون کړې وو.

په غونډه كښې د بنيادي ضروري څيزونو د هول سيل او د ريټيل بيعې تر مينځه فرق کمولو لپاره د كروندګرو نه تر صارف فوډ سپلائي په تفصيل سره جاج واخستلے شو, په غونډه كښې ريګوليټري تګلاري ته خاص پام لرنه وكړې شوه دغسې چې دا خبره باوري كړې شي چې كروندګرو له د فصل او تخمونو معقول او مناسبه معاوضه وركړے شي اود غيرضروري او ناجائزه ګټې خاتمه وكړې شي.۔

شیئر یې کړی