کرم:د ضلعي انتظاميي په مرسته پاړا چنار کښي ريوينيو دربار تابيا شوې

د خيبر پختونخوا صوبائي حکومت په امر د قبائيلي ضلع کرم د ضلعي انتظاميي لخوا پاړا چنار تحصيل کښي ريوينيو دربار تابيا شوې چې پکښې د ځائي خلکو کاغذات مال درست کول,انتقال درج کول,د رجسټرۍ اندراج او محکمه مال په اړه شکايتونه ضلعي انتطاميي ته وړاندې کړې شوي دي.

ريوينيو دربار کښې د ضلعي انتظاميي افسرانو پشمول تحصیلدار محال کرم امتیاز احمد،نائب تحصیلدار جاوید اقبال، نائب تحصیلدار اسلام فیلډ قانونګو جنت خان او پټواريان هم شريک وو,دربار ته ګڼ شمير ځائي خلکو خپلې ستونزې راوړې وې.

د قبائلي ضلع کرم انتظاميي افسرانو د ځائي اولس ستونزې او د سرکاري محکمو نه ګلې په غور سره اوريدلي او ګڼ شمير ستونزې ئي په موقعه د حل کولو امر هم کړې دې ولې يو شمير نورې ستونزې متعلقه چارواکو ته حواله کړي دي.

د کرم ضلعي انتظاميي لخوا ځائي خلکو ته ځيرې ورکړې شوې چې د دوي د اسانۍ او د دوي ستونزې حل کولو لپاره به هره مياشت ريوينيو دربار تابيا کولې شي ځکه چې دا قسمه غونډو کښې ځائي اولس په ډاډ سره د متعلقه افسرانو نه خپلې غوښتنې پوره کولې شي.

شیئر یې کړی