”میرا پاکستان میرا ګھر” سکیم كښې د ۵۲ اربه روپو قرضې درخواستونه جمع شو

د ”میرا پاکستان میرا ګھر” سکیم له مخې د اولس لخوا د ۵۲ اربه روپو قرضې له درخواستونه جمع كړې شول٬ هره ورځ د قرضې اخستلو كښې د خوښي لرونكو وګړو شمېره كښې زياتوالې رامخې ته كېږي,

د سټېټ بېنک آف پاکستان او پاکستان بېنکس اېسوسی ایشن رپورټ له مخې د روان كال اپرېل مياشتې تر ۲۰ مې نېټې د ”میرا پاکستان میرا ګھر” سکیم ترسېوري لاندې د اولس لخوا د ۵۲ اربه روپو قرضې له درخواستونه جمع كړې شوي دي په كومه كښې چې د ۱۵ اربه روپو قرضې منظوري وركړې شوې ده.

دا خبره دې ښكاره وي چې د مېرا پاکستان میرا ګھر سکیم جاري كېدو نه وروسته د كورونو جوړولو له د بېنكونو لخوا د قرضې وركړه كښې د روان مالي كال اولنو ۹ مياشتو په مهال ۳۶ فيصده اضافه شوې ده,د رپورټ له مخې د تېر كال جون مياشتې تر پايې په دې مد كښې د ۱۴۸ اربه روپو قرضې جاري كړې شوې وې,دغسسې د روان كال مارچ مياشتې تر پايې وركړې شوې قرضې ۲۰۲ اربه روپو نه زياتې شوي دي.

ياده دې وي چې دغه منصوبه د وفاقي حکومت هغه ځانګړې منصوبه ده چې په اسان قسطونو به نوکر پيشه او د کمې ګټې خلکو ته پکښې کورونه ورکولې شي,دې د پاره د بيلا بيلو بينکونو له لاري دوي ته په اسان قسطونو قرضې ورکولې شي.

شیئر یې کړی