ګرد هيواد کښې د تېرو ۲۴ ساعتو په مهال د كورونا وائرس نور ۴۲۱۳ کېسونه رامخې ته شوي

د تېرو ۲۴ ساعتو په مهال د کورونا وائرس د لاسه خېبر پختونخوا نه پس پنجاب كښې زيات كسان مړه شوي دي۔ ګرد هېواد كښې د تېرو ۲۴ ساعتو په مهال ۷۹ كسان مړه شوي دي كومو كښې چې ۲۴ كسان په وېنټیلېټرز وو,د نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر رپورټ له مخې د تېرو ۲۴ ساعتو په مهال ګرد هېواد كښې د ۴۲۱۳ كسانو کووډ- ۱۹ ټېسټونه مثبت راغلل,د تېرو ۲۴ ساعتو په مهال په مجموعي توګه د كورونا ۴۵۹۵۴ ټېسټونه وكړې شول,تر دې دمه دې وبا نه ګرد هېواد كښې ۷ لکھ ۲۸ زره ۴۴ كسان ښه شوي دي,بلوچستان او ګلګت بلتستان كښې د کووډ۔۱۹ كوم رنځور دا مهال په وېنټیلېټرز نشته,ګرد هېواد كښی ۶۷۰ رنځوران په وېنټيلېټرز دي,د كووډ۔۱۹ اېکټو کېسونو شمېره ۸۷ زره ۹۵۳ او د ځپليو مجموعي شمېره ۸ لکھ ۳۴ زره ۱۴۶ ته رسېدلې ده,د کووډ۔۱۹ وبا د لاسه ګرد هېواد كښې تر دې دمه ۱۸ زره ۱۴۹ كسان مړه شوي دي۔ تر دې دمه ګرد هېواد كښی د كووډ ۔۱۹ يو كروړ ۱۹ لکھ ۲۸ زره ۹۵ ټېسټونه شوي دي,ګرد هېواد كښی د دې وبا درملنو له بېل كړې شويو ۶۳۱ روغتونونو كښې ۶ زره ۵۳۴ كسان داخل دي۔

شیئر یې کړی