خيبر:د ضلعي انتظاميي په مرسته د خوراک څخاک توکي په سرکاري نرخ ورکولو لړۍ روانه ده

د روژې مبارکه مياشت او د کورونا وبا دريمه چپه کښې د ګرد هيواد خلک ګڼ شمير معاشي ستونزو سره مخ دي ولې د حکومت په هداياتو د هرې ضلعې ضلعي انتظاميه هڅې کوي چې ځائي اولس ته ريليف ورکړي,د خيبر پختونخوا قبائيلي ضلعو کښې هم ضلعي انتظاميه د دغه مقصد لپاره چمتو شوې ده.

د قبائيلي ضلع خيبر لنډي کوتل سيمه کښې د ضلعي انتظاميي په مرسته ځائي خلکو ته د خوراک څخاک توکي په سرکاري نرخونو ورکولو لړۍ روانه ده,د لنډي کوتل ارزان بازار کښې لويه اولسي خبره دا ده چې دلته وړۀ او چيني په سرکاري نرخونو ملاويږي.

په دې موقعه د ضلعي انتظاميي لخوا جاري شوي احکاماتو ترمخه ارزان بازار کښي به د کورونا ايس او پيز خصوصي خيال ساتلې شي او اولس ته به د خوراک څخاک توکي په سرکاري نرخ ورکولې شي ولې که څوک خلاف ورزي کوي نو د هغوي په ضد به قانوني کاروائي کولې شي.

د لنډي کوتل ځائي خلکو په دغه ارزان بازار د ضلعي انتظاميي خصوصي شکريه ادا کړې او وئيلي ئي دي چي د روژې مبارکه مياشت کښې د کورونا لاک ډاؤن له امله مونږ ته مالي ستونزې رامخې ته وې ولې ضلعي انتظاميي زمونږ د کور ضرورتونو کښې خصوسي مرسته کړې ده.

شیئر یې کړی