د کورونا خوريدو يره, پاکستان د ايران او افغانستان سره د پولې تړلو فيصله کړې

د نيشنل کمانډ اينډ آپريشن سنټر په يوه غونډه کښې فيصله شوې چې د کورونا وبا دريمه چپه تندۍ سره خوريږي او د دې د مخنيوي لپاره به ګاونډي هيوادونو سره تګ راتګ تړلې شي,اين سي او سي د ايران او افغانستان سره په تګ راتګ او سوداګرۍ تر څه وخته بنديز اولګوو.

د اين سي او سي په غونډه کښې فيصله شوې چې د ايران او افغانستان سره تړلې پولې به د مئۍ ۴مې نيټې په شپه به تړلې شي,پولې به د شپې يوه بجه سيل کولې شي.د فيصلې ترمخه دغه پولې به د څلورمې نيټې د شپې يوه بجه تړلې شي.

د جاري شوي نوټيفيکيشن ترمخه پاکستان کښې ميشته افغانيانو ته به د واپسۍ اجازه وي هغوي خپل هيواد ته ستنيدې شي او دا چې د افغانستان او ايران څخه هغه رنځوران هم پاکستان ته سفر کولې شي څوک چې دلته خپل علاج مهم ګڼي.

د نيشنل کمانډ اينډ آپريشن سنټر لخوا جاري شوي نوټيفيکيشن کښي وړاندې وئيلي شوي چي دا فيصله د کورونا وبا مخنيوي لپاره شوې ده او طمعه ده چې ډير زر به يو ځل بيا دغه پولې پرانستې شي ځکه چي دغه د تجارت او سفر مهمې لارې دي.

شیئر یې کړی