د ګرانۍ شرحې مخنيوي ته دې خاص پاملرنه وكړې شي, وزيراعظم عمران خان

وزیرِ اعظم عمران خان هدايت كړے چې سباؤن كښې دې د پرمختيائي منصوبو تشكيل د ضرورت له مخې كولې شي,د ګرانۍ شرحې مخنيوي ته دې هم خاص پاملرنه وكړې شي ځکه چې د ګرانۍ سره د غريب اولس ژوند متاثره کيږي.

اسلام آباد کښې د راروان بجټ او د هېواد معيشت سره اړونده غونډه وشوه چې مشري ئي وزير اعظم عمران خان کوله,غونډه كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قیصر، وفاقی وزيرانو شاہ محمود قریشی، پرویز خټک، شفقت محمود، اسد عمر، فواد چوهدری، د خېبر پختونخوا ګورنر شاہ فرمان، وزیرِ اعلی محمود خان، صوبائي وزيرانو هاشم جواں بخت، تیمور سلیم جھګړا او اړوندو چارواكو ګډون وكړو.

غونډه كښې د راروان بجټ په حقله د ګوند سینئر مشرتابه نه وړاندېزونه وغوښتلې شول,غونډه كښې د هېواد په معيشت ٬ د ګرانۍ مخنيوي په تګلاره او د راروان مالي كال په پرمختيائي منصوبو خبرې وشوې,غونډې ته ووئيلې شؤ چې د كورونا وبا د لاسه د ګردې نړۍ معيشت ځپلې شوې دې ولې د حكومت د بشپره پالېسيو په سبب د هېواد معيشت مخ په وړاندې روان دے.

غونډې ته ووئيلې شؤ چې د كورونا وبا باوجود د اوسني لاك ډاؤن نه وړاندې د محصولاتو شرح د تېر كال اپرېل نه نزدې دوه چنده زياته ريكارډ كړے شوې ده,وزیرِ اعظم د ګرانۍ مخنيوي له د جوړې كړې شوې بشپړه تګلارې نه هم خبر كړې شو,وزيراعظم په دې موقعه هدايت وكړو چې راتلونكي بجټ كښې دې پرمختيائي منصوبو ته خاص بلنه وركړې شي.

وزيراعظم عمران خان وئيلي چې روانې منصوبې ترسره كول باوري كولو سره سره دې د اولس د ضرورت له مخې پرمختيائي منصوبو ته حتمي شكل وركړې شي ولې د دې سره سره دې د ګرانۍ شرحه کمولو لپاره هم کوټلي ګامونه پورته کړې شي.

شیئر یې کړی