د افغانستان شخړې پرامنه حل, ۴ ملکي خبرو کښې پاکستان ګډون کړې

د قطر سر ښار دوحه کښې د افغانستان شخړې پرامنه حل لپاره څلور هيوادي خبرې شوي دي چې پکښې د پاکستان، امریکه، روس او چین استاذي شريک وو.د امریکا متحدو ایالتونه، روسیه، چین او پاکستان استازو په دې ناسته کښې د بین الافغاني مذاکراتو د ملاتړ په لارو چارو او په دې غږېدلي چې څرنګه د افغانستان د سولې د خبرو له ښکېلو خواو سره یوه سوله ییز حل او دایمي اوربند ته رسېدو کښې مرسته کولی شي.

دغه څلور هيوادونو ته ترويکا پلس هم وئيل کيږي,د ترویکا پلس استازو همدا راز د افغانستان د حکومت او طالبانو له مرکچیانو او همدا راز د قطر له چارواکو سره جلا جلا لیدنې هم ترسره کړې.د ترویکا پلس غړو تر خپلمنځي ناستې او دغو لیدنو وروسته یوه ۱۴ ماده یي اعلامیه خپره کړې چې د افغانستان د سولې د پروسې اهمیت، اوربند، د روانې جګړې پائی، د بهرنیو ځواکونو وتلو او نورو مهمو مسایلو ته اشاره پکې شوې ده.

په جاري شوې اعلاميه کښې د دایمي او عادلانه سولې د ټینګښت او د جګړې د پائی لپاره د افغانانو د غوښتنې ملاتړ او یو ځل بیا ټینګار شوی چې د افغانستان جګړه فوځي حل نه لري او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت سیاسي خبرې اترې د ستونزې د حل او د دایمي سولې د ټینګښت یوازنۍ لار ده.

د ترویکا پلس د غړو هیوادونو استازي وايي په دې ناسته کښې یې د امریکا او ناټو لخوا د اپریل د ۱۴مې هغې پریکړې او اعلان ته کتنه شوې چې له مخې یې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ سر له نن (د می له لومړۍ نیټې) پیل او د سپتبمر تر ۱۱مې بشپړېږي.

ترویکا په اعلامیه کښې ټینګار شوی چې د بهرنیو ځواکونو وتل باید د وضعیت له ښه کېدو سره مرسته وکړي.د وتلو په مهال باید د سولې پروسه اغیزمنه نه شي، ستونزې او نښتې ونشي او د بهرنیو ځواکونو خوندیتوب باید تضمین وي.په اعلامیه کښې په دې هم ټینګار شوی چې افغانستان کښې باید دیپلوماتان او بهرني دیپلوماتیک تاسیسات له بریدونو خوندي وي.

شیئر یې کړی