قبائيلي ضلعو کښې د لوبو اکيډميانو لپاره د ۶۲.۱۶۷ ملين روپو سکيم منظور کړې شوې

د خيبر پختونخوا ډیپارټمنټل ډویلپمنټ ورکنګ پارټی (ډی ډی ډبلیو پی) د لوبو دولس سکيمونو منظوري ورکړې ده چې پکښې شپږ د يو زر لوبو اسانيو منصوبې سکيمونه هم شامل دي.د لوبو صوبائي سيکرټري عابد مجيد په مشرۍ کښي د ډی ډی ډبلیو پی غونډه شوې.

غونډه کښې ډائریکټر جنرل سپورټس اسفندیار خټک، چیف پلاننګ آفیسر آصف شهاب، ډائریکټر مراد علی مهمند، ډائریکټر ضم اضلاع پیر عبدالله شاہ، اسسټنټ ډائریکټر ډویلپمنټ ارسلان خان، انچارج انجینئرنګ ونګ احمد علی، ایس او فنانس کلیم الله پشمول ګڼ شمير متعلقه چارواکې شريک وو.

د غونډي نه روستو جاري شوي بيان ترمخه منظور کړې شوي سکيمونو کښې کاریشون چترال بالا کښې ۵.۷۳۳ ملین روپو لګښت سره پولو ګراؤنډ,د ۷.۷۴۰ ملين روپو لګښت سره اکيډميانو له سامان اخستو سکيم,۸.۱۶۹ ملين روپو سره د ګوهکیر یونین کونسل اویر بونی چترال بالا ګرائونډ,۲.۶۳۰ ملين روپو سره لکي مروت کښې والی بال کورټ جوړول,۶۲.۱۶۷ ملين روپو سره په قبائيلي ضلعو کښې د لوبو اکيډميانې جوړول شامل دي,ولې د دې بيرتي ګڼ شمير نورو منصوبو منظوري هم دې غونډه کښي ورکړې شوې ده.

شیئر یې کړی