د پاکستان سياسي او عسکري مشران د افغان مسئلې تل پاتې او سياسي حل غواړي,شاه محمود قريشي

د پاکستان بهرنيو چارو وفاقي وزير شاه محمود قريشي وئيلي چې پاکستان تل د ګاونډي هيواد افغانستان لپاره د امن او سولې لار ټاکلې او په دغه شخړه کښې ئي د جرګې کردار لوبولې,دوي وئيلي چې د پاکستان سياسي او عسکري مشران هڅې کوي چې افغانستان کښې تل پاتې امن په ځائې شي.

اسلام آباد کښې د پاكستان په دوره راغلي د المان خارجه وزير هائیکو ماس سره ملاقات كښی د بهرنيو چارو وفاقي وزير شاه محمود قريشي وئيلي چې افغانستان كښې امن په ځائې كولو سره به منطقه كښې رابطو ته وده ترلاسه او بياوداني او پرمختګ ممكن شي۔مونږ په افغان مشرتابه كښې افغانانو لپاره د قبلولو وړ مذاكرات د لارې د افغان مسئلې تل پاتې او سياسي حل غواړو.

د خارجه دفتر وياند له مخې د دواړو خارجه وزيرانو ترمينځه ملاقات كښې په كورونا وبائي چېلنج ٬ دوه اړخيزه اړيكو ٬ د منطقې په صورتحال ٬ افغان امن عمل او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه او په دوه اړه خيز کومک ئي اتفاق اوکړو.

د المان خارجه وزير افغانستان ته تللو نه وړاندې د پاكستان نكته نظر نه خبرېدل ضروري وګڼل,وفاقي وزير ووئيل مونږ د امريكائي صدر جوبائيډن انتظاميې لخوا افغانستان نه د فوځ ويستلو اعلان نه وروسته په رامخې ته شوي صورتحال تفصيلي خبرې وكړې,شاہ محمود قرېشی ووئيل پاكستان يو سولييز او مستحكم افغانستان غواړي,افغانستان كښې د امن په ځائې كېدو سره به منطقه كښې رابطو ته وده ترلاسه او بيا وداني او پرمختګ ممكن شي.

دوي وئيلي چې مونږ په افغان مشرتابه كښې افغانانو لپاره د قبلولو وړ مذاكرات د لارې د افغان مسئلې تل پاتې او سياسي حل غواړؤ,پاکستان به د افغان امن عمل په شمول منطقه كښې امن په ځائ كولو له د مصلحت خپلې ټولې هڅې روانې ساتي,خارجه وزير د كورونا وبائي صورتحال په مهال د خپل الماني هڅنګ د پاكستان دوره وستائله.

شیئر یې کړی