د هاؤسنګ څانګه كښې د بېنكونو او د تاركين وطن كردار ته اړتيا لرو, وزيراعظم عمران خان

وزیراعظم عمران خان وئيلي دي ۹۰ لكه پاكستاني تاركين وطن زمونږ اثاثه ده,په سعودي عربستان كښې د پاكستاني سفارت او سفير لخوا د تاركين وطن خيال نه ساتلو او د پېسو اخستلو شكايتونو پلټنې كولو سره به دې كښې د ككړو عناصر په ضد سخته كارروائي كوؤ,تر كومې چې د هېواد برآمدات زيات شوې نه وي تر دغه وخت تاركين وطن د دې فرق لرې كولو كښې مرسته كوؤنكي ثابتېدې شي.د خپلو كورنيو نه يو شمېر كلونه لرې پاتې كېدو سره ترسيلات زر خپل هېواد ته رالېږونكي مونږ سره احسان كوؤنكي دي,زمونږ د سفارتخانو لخوا بايد د دوئي ډاډګيرنه وكړې شي,

د زيارت په ورځ اسلام آباد كښې د روشن ډیجیټل اکاؤنټ دستورې ته خطاب كښې هغه ووئيل روشن ډیجیټل اکاؤنټ په لږه موده كښې د يو اربه ډالر سنګ ميل ترلاسه كړې دې,په دې رضا باقر او د هغه ډلې ته مباركي وركوم۔ هغه ووئيل بهرهېوادونو كښې ۹۰ لکھ پاکستانی تارکین وطن دي كه دوئي كښې مونږ ۲۰ لكه ته هم ورسېدو نو دا اكاؤنټ زياتېدے شيِِ,دې لپاره دې په ماركيټنګ غور وكړے شي او د خزانې وزير شوكت ترين ماركيټنګ څانګه كښې پوهې نه به ګټه پورته كوؤ.

وزيراعظم ووئيل د تېرو ۳۰ كلونو په مهال د ډالر او برآمداتو كمي د لاسه ۲۰ وارې نړيوال مالياتي فنډ ته تللو له مجبور شؤ,وزیراعظم ووئيل شوکت ترین اولنے وزيراعظم و چا چې ترسيلات زر زياتولو له كار كړے او اوس دا يو وارې بيا كېږي,هغه ووئيل په تعميراتي څانګه كښې بهتري رامخې ته شوې ده,په يو كال كښې ريكارډ ترسيلات زر راغلي دي۔ د پخوا ټول ريكارډز مات شوي دي,بياهم دا كم دي مونږ له به دې پلو لا پام كول وي,هغه ووئيل روشن ډیجیټل يو اهم پروګرام دے,بېنكونو چې كوم ډول زمونږ ملګرتيا كړې مونږ د هغې ستائنه كوؤ,هغه ووئيل مونږ د هاؤسنګ څانګه كښې د بېنكونو او د تاركين وطن كردار ته اړتيا لرؤ.

وزيراعظم زياتوي چې د بده مرغه زمونږ سفارتخانې د خواركښو هغسې ستائنه نه كوي څنګه چې كول پكار دي,دا زمونږ لپاره خصوصي خلق دي,مونږ دوئي ته نوكرۍ نه دي وركړې,دا د څو څو كلونو لپاره د خپلو كورنيو نه لرې پاتې كېږي,زما سفارتخانو ته دا پیغام دے چې د دوئي خيال وساتي,دا ستاسو د ټولو مهمه ذمه واري ده,وزیراعظم ووئيل په سعودي عربستان كښې زمونږ سفارت د خواري كښې طبقې خيال نه دے ساتلے كوم چې ساتل پكار وو او د هغوي د مرستې كولو په ځائې هغوي نه د پېسو اخستلو شكايات رامخې ته شوي دي.۔

شیئر یې کړی