د بلوچستان ځوانان دې د هنر له لارې پرمختګ يقيني کړي,وزيراعظم عمران خان

وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د بلوچستان په ساحلي سيمو كښې د كبانو په څانګه ډېرې موقعې لري، ځائي ځوانان دې جديد مهارت ترلاسه كولو سره په دې څانګه كښې د رېونيو زياتولو د پراخه موقعو څخه استفاده وكړي. ده دا خبرې د كامياب جوان پروګرام له مخې د بلوچستان ځوانانو ته په اسانو شرائطو د قرض وركولو دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. وزيراعظم ووئيل حكومت به د كبانو څانګې مناسب تربيې لپاره د ځوانانو مرسته كوي او دوي له به د خپل روزګار چلولو په اړه هر ډول معاونت وركولے شي . وزيراعظم د بلوچستان اولس لپاره د وړوكي كاروبار او مهارت زياتولو په لړ كښې د ۱۰ اربه روپو په بېلولو د اطمينان څرګندونه وكړه. ده تجويز وركړو چې د فارمي كبانو د نظام د لارې د كبانو پالنې تكنيك زده كول غريبانانو كب ساتونكو لپاره ګټور ثابتېدے شي كوم چې خپل مقصد پوره كولو لپاره هڅې كوي. ده ووئيل د كبانو په څانګه كښې لوي اجاره دار د كبانو څانګې سره د تعلق لرونكو د غريبۍ ختمولو په لار كښې خنډ دي. عمران خان ووئيل د كبانو څانګې ته پرمختګ وركولو سره به د بلوچستان ځوانان مخ په وړاندې لاړ شي او د دغې ګټه به پاكستان ته ورسي. په دې موقع د پاكستان تحريك انصاف سينئر لارښود محمد عثمان ډار ووئيل په ۱۰۰۰۰ ځوانانو ۸ اربه روپې تقسيم كړې شوي چې ورسره د روزګار ۷۰۰۰۰ موقعې راپېدا كولو له مرسته تر لاسه شوې. ده ووئيل د وزيراعظم هدايت له مخې د روان كال تر پاې به كم نه كم ۵ اربه روپې د بلوچستان ځوانانو ته وركړې شي چې دغسې دوي خپل كاروبار شروع كړے شي.

شیئر یې کړی