د لوبو په ۱۵۰ پروژو تندۍ سره کار روان دې,پراجيکټ ډائريکټر مراد علي مهمند

د وزيراعظم عمران خان په امر شروع کړې شوې د لوبو يو زر منصوبو پراجيکټ د سيوري لاندي دا وخت په خيبر پختونخوا کښې ۵۲ منصوبې سرته رسيدلي دي,د لوبو منصوبو عملي کولو لپاره د وزيراعلې محمود خان په امر اربه روپو فنډ خرچ کولې شي چې پکښي ځانله د پيښور لپاره ۱۷۳.۸۵ ملين روپو منصوبې منظور کړې شوي دي چې پکښې ګڼ شمير منصوبې سر ته رسيدلي.

د لوبو صوبائي سيکرټري عابد مجید او ډی جی سپورټس اسفندیار خان خټک په څارنه کښې ډائریکټر پراجیکټس مراد علی مهمند د روانو منصوبو دورې کوي او د تعميراتي کار جاج اخلي,د دورو په مهال متعلقه انجئيران هم د دوي سره وي او دا چې تفصيلي رپورټ هم وړاندې کوي.

پراجيکټ ډائريکټر مراد علي مهمند وئيلي چې تر دې دمه سر ته رسيدلي منصوبو کښې کلائمبنګ وال,سکواش کورټ,دوه سینتھیټک واکنګ ټریکس’ ۳۵ اوپن ائر جم,بیډمنټن کورټ,او پولو ګرائونډ پپشمول ګڼ شمير منصوبې شاملې دي.

دوي ميډيا سره خبرو کښې وئيلي چې د وزيراعظم عمران خان په امر ګرده صوبه کښې لوبو منصوبې روانې دي چي پکښې د قبائيلي ضلعو لپاره هم يو شان برخه مختص کړې شوې ده,دوي وئيلي چې زياتې منصوبې د جون په آخره ورځو کښې سر ته اورسي ولې نورو منصوبو باندې هم تندۍ سره کار روان دې.

شیئر یې کړی