خيبر:لنډي کوتل بازار کښې اولس ته د خوراک څخاک توکي په سرکاري نرخونو ورکړې شوي

د روژې مبارکه کښې اولس ته ريليف ورکولو لپاره د قبائيلي ضلع خيبر انتظاميي کوټلي ګامونه پورته کړي دي,لنډي کوتل بازار کښې د وړو او سرکاري چيني زيات مقدار موجود دې کوم چې په سرکاري نرخونو ځائې اولس ته ورکولې شي.د ضلع خيبر ډپټي کمشنر دفتر لخوا جاري شوي بيان ترمخه لنډي کوتل بازار کښې له تيرو دوه اونيو راهيسي د انتظاميي په مرسته ارزان بازار لګولې شوې دې چې پکښې اولس ته د خوارک څخاک توکي په ارزان نرخ يقيني کولې شي.
ځائي خلکو په دغه ارزان بازار د ضلعي انتظاميي عمومي او د اسسټنټ کمشنر اسسټنټ کمشنر اکبر افتخار په خصوصي توګه شکريه ادا کړې او وئيلي ئي دي چې د وسائلو له کمي د وجې دوي ته معاشي ستونزې رامخې ته وې ولي دغه سسته بازار کښې دوي ته په سرکاري نرخونو د خوراک څخاک توکي ورکولې شي چې د ستائينې وړ خبره ده.

شیئر یې کړی