سي پيک منصوبو سره به نوي کول لپاره د روزګار ګڼ شمير موقعې ترلاسه شي,عاصم باجوه

د چين او پاکستان ترمينځ لويه او ځانګړې منصوبې سي پيک چيئرمين عاصم سليم باجوه وئيلي چې سي پيک د پاکستان ځوانانو لپاره تقدير بدلوونکې منصوبه ده چې پکښي به دوي ته د روزګار ګڼ شمير موقعې ترلاسه شي.

په ټويټر يو پيغام کښې د سي پيک منصوبې چيئر مين عاصم سليم باجوه وئيلي سي پيک نه ځوانانو ته روزګار ورکولو لپاره منصوبه بندي شوې ده.دوي وئيلي چي دې ځانګړې منصوبه کښې د ګوادر پشمول ګڼ شمير ټيکنيکل ادارې هم جوړولې شي کومې چې د تعميراتي کار آخرو مرحلو کښې دي,

ياده دې وي چې سي پيک د چين لخوا د پاکستان اولس لپاره يوه ځانګړې او غوره منصوبه ده چې ورسره به د پاکستان د اولس تقدير بدل شي ولې ځيني شرخوښي هڅې کوي چي دا منصوبه ناکامه کړې او د پاکستان د پرمختګ مخه اونيسي.

شیئر یې کړی