د مذهبي سېلګرې ودې لپاره د حكومت ، د سېلګرې او لرغونو اثارو محكمه غوره اقدامات كوي. سيد زلفي بخاري

د وزيراعظم د سېلګرې خاص مرستيال سيد زلفي بخاري وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان وژن له مخې په پاكستان كښې تر كال ۲۰۲۲م د نړۍ تر لولو لوي د ګندهارا ټرېل ترسره كولو لپاره اقدامات كوو، د مذهبي سېلګرې ودې لپاره د خېبر پښتونخوا حكومت ، د سېلګرې او اثار قديمه محكمه غوره اقدامات كوي او په دې لړ كښې د سري لنكا د لوړې كچې پلاوې د پاكستان د تاريخي ګندهارا او اثار قديمه مقاماتو په دوره راغلے. ده دا خبرې په مردان تخت بهائي كښې د ګندهار ځايونو دورې كولو په موقع په خپلو خبرو كښې وكړې. ده سره د سري لنكا څخه راغلے د لوړې كچې ۱۲ كسيزه پلاوې هم ؤ چې پكښې د سري لنكا د صدر او وزيراعظم خاص مرستيال، پي اېچ ډي سكالران، د خېبر پښتونخوا د سېلګرې د محكمې سېكرټري، د خېبر پښتونخوا د اركيالوجي ډائرېكټر او نور مهم شخصيات هم شامل وو. د تخت بهائي دورې نه وړاندې پلاوي د خان پور بهماله اثار قديمه، ټېكسلا او د نورو مقاماتو دوره هم وكړه. وزيراعظم عمران خان سره په ملاقات كښې پلاوي ووئيل د خان پور بهماله په مقام د خېبر پښتونخوا د حكومت اقدامات د ستائنې وړ دي او د دې تحفظ او بحالې لپاره د خېبر پښتونخوا د اثار قديمه محكمې لخوا اقدامات روان دي. پلاوي د صوبې د سېلګرې په پالېسې هم د اطمينان څرګندونه وكړه. د تخت بهائي دورې په مهال د سري لنكا په پلاوي كښې شامل يو سكالر ووئيل مونږ په نړۍ كښې د نورو اثارو دوره هم كړې خو په پاكستان او په خاص توګه په خېبر پښتونخوا كښې د ګندهار تهذيب او نور ډېر پخواني اثار موجود دي. صوبائي حكومت او محكمې د سېلګرو رسنه اسانه كړۍ. دې سره به نه يوازې د سري لنكا بلكې د نورو هېوادونو مذهبي مشران هم دلته راشي. د تخت بهائي اثار يونيسكو په كال ۱۹۸۰م كښې نړيواله ورثه ګرځولې وه. په وړومبي ځل د تخت بهائي تاريخي حيثيت پلو پام په كال ۱۸۳۶م كښې فرانسوي افسر جنرل كورټ راګرځولے ؤ او دلته د تحقيق او كنستلو كار په كال ۱۸۵۲ كښې پېل شوے وو

شیئر یې کړی