د بلائنډ کرکټ لوبډلې آل راؤنډر محسن خان په ضلع مهمند کښې تود هرکلې,هندوستان ته په ماتي مبارکي ورکړې شوې

بلائنډ کرکټ سي فريقي ټي ټونټي ټورنامنټ کښې څوارلس کاله پس پاکستان لوبډلې لخوا هندوستان ماتې ورکړې شوې دې او دا چې د پاکستان بلائنډ کرکټ لوبډلې هندوستان ته په راتلونکې مقابلو کښې هم چيلنج ورکړې دې,ټول هيوادوالو په دغه کاميابۍ بلائنډ لوبډلې ته مبارکي ورکړې او د خوشحالۍ څرګندونه ئې کړې ده.

د پاکستان بلائنډ کرکټ لوبډلې آل راؤنډر محسن خان تعلق د قبائيلي ضلع مهمند کوز ګنداؤ سره دې,ټي ټونټي ټورنامنټ کښې د کاميابۍ روستو چې کله محسن خان خپلې خاورې ته اورسيدو نو ځائي خلکو ئي تود هرکلې اوکړو,په هغه ئي ګلونه اوشيندل او بيا روستو ئي د مهمند پريس کلب خبريالانو سره خبرې هم اوکړې.

مهمند پريس کلب کښې ميډيا سره خبرو کښې د بلائنډ کرکټ لوبډلې لوبغاړي محسن خان وئيلي چې د بنګله ديش په ښار ډهاکه کښې د هندوستان لوبډلې ته په ۵۸ منډو ماتې ورکړې شوې وو,دويم ميچ کښې د بنګله ديش ټيم ته او بيا دريم ميچ کښې هندوستان لوبډلې ته په ۶۴ منډو ماتې ورکولو نه روستو ټورنامنټ دوي په خپل نوم کولو کښې کامياب شوي دي.

د بلائنډ کرکټ لوبډلې غوره لوبغاړي محسن خان وئيلي چې په قبائيلي ځوانانو کښې ډير جس موجود دې خو ولې دوي ته د حکومتي پاملرنې ضرورت دې,دوي وئيلي چې په دغه کاميابۍ د لوبو صوبائي محکمې دوي سره څه قسمه اړيکې نه دي نيولي او نه ئي د دوي حوصله جګه کړې ده,دوي غوښتنه کړې چې قبائيلي نوي کول ته دي خصوصي پاملرنه اوشي ځکه چې دوي د هيواد پرمختګ کښي مهم کردار لوبولې شي.

شیئر یې کړی