د خيبر پښتونخوا د اثار قديمه محكمې د تاريخي مهابت خان جومات د بحالۍ كار پېل كړې

د خيبر پښتونخوا د اثار قديمه محكمې د تاريخي مهابت خان جومات د بحالۍ كار پېل كړو. د خبر له مخې د مغلو په دور ﴿ ۱۶۶۰-۱۶۷۰م﴾ كښې د جوړ كړے شوي جومات نوم د مغلو ګورنر محبت خان ته منسوب دے. د مهابت خان جومات د منطقې په پخوانو جوماتو كښې شمېر كولې شي او دې سره سره دا جومات د فن تعمير يوه غوره نمونه هم ده. دا جومات تاريخي حثيت سره سره د تاريخي لوظنامو او سيمه ايز مشاورت په وجه هم ډېر اهميت لري. د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان د قديم اسلامي او د مغليه طرز تعمير د اصول له مخې د جومات په اصل حالت كښې د بحالۍ منظوري وركړې وه. د يادونې وړ ده چې د پېښور دا مشهور او قديم جومات په كال ۱۶۷۰م كښې د كابل ګورنر مهابت خان د لاهور شاهي جومات په طرز جوړ كړے و او د هغه نوم ته منسوب شوے. د دې جومات صحن ۳۵ ميټره اوږد او تقريباً ۳۰ ميټره پراخا دے.
ياده دې وي چې د خيبر پختونخوا د محکمه آثار قديمه ډائريکټر ډاکټر عبدالصمد خان په هڅو ګڼ شمير تاريخي ځايونه څرګند شوي دي او دا چې په تاريخ کښې په ړومبي ځل نړيوالو سيلګرو د خيبر پختونخوا مخه کړې ده چې د پاکستان مثبت عکس نړۍ ته وړاندې کوي.

شیئر یې کړی