قبائيلي ضلع جنوبي وزيرستان کښې ۳ جي, ۴ جي سروس اپګريډ کړې شوې

د پاکستان ټيلي کميونيکيشن اتهارټي چارواکو وئيلي چې د وزير اعظم عمران خان د جنوبي وزيرستان دورې نه پس دغه سيمو کښې موبائل کمپنيو تهري جي او فور جي سروس اپګريډ کول شروع کړي دي.

د پي ټي اے چارواکو لخوا جاري شوي بيان ترمخه جنوبي وزيرستان کښې د تهري جي او فور جي سروس اپګريډ کولو لپاره کوالټی آف سروس (کیو او ایس) سروے کړې ده چې پکښې دوي د دغه سروس لپاره خواو شاه سيمو صورتحال جاج اخستې دې.

د سروے نه روستو موبائل کمپنيو ته امر شوې چې دوي د سګنلو معيار سره سره ډيټا هم اپګريډ کړي,د دې نه وړاندي جاز کمپنۍ په کال ۲۰۲۱ کښې تهري جي او فور جي سروس اپګريډ کړې وو ولې اوس يوفون هم ټو جي سروس تهري جي او فور جي ته رسولې دې.

د تهري جي او فور جي سروس اپګريډ کولو نه روستو طمعه پيدا شوې چې ځائي زده کوونکي به د دغه سروس نه ډيره فائده ترلاسه کړي,د پي ټي اے چارواکو وئيلي چې سيمه کښې د ټيلي کميونيکيشن ډهانچه غوره کولو لپاره هم هڅې روانې دي چې ډير زر به سر ته اورسي.

شیئر یې کړی