پاکستان سره مينه د خپلې عقيدې برخه ګڼم,د پيسو او مفادو الزام دروغ دې,رچرډ هيرس

د برطانيي اوسيدونکي رچرډ هيرس وئيلي چې پاکستان سره د خپل هيواد نه زياته مينه لرم,زۀ ګڼم چې پاکستانې يم,دوي وئيلي چې پاکستان سره مينه د خپلې عقيدې برخه ګڼم او دا چې د پيسو او مفادو الزام دروغ دي.

په ټويټر خپره شوې يوه مرکه کښې چې کله د رچرډ هيرس نه پوښتنه اوشوه چې هغه ولې د پاکستان په حق کښې بيانونه ورکوي؟د دې په ځواب کښې رچرډ هيرس وئيلي چې پاکستان د ډيرو سختو حالاتو څخه تير شوې او دې هيواد سره همدردي او مينه لرم,آيا پاکستان سره همدردي او مينه جرم دې؟

دوي په خپلو خبرو کښې دا پوښتنه کړې چې آيا د پاک فوځ او پاکستان په حق کښې خبرې بغير له پيسو او مفادو نشي کيدې؟دوي وئيلي چې آيا يو تن په ذاتي توګه نشي محسوسولې چې هغه د پاکستان سره مينه څرګنده کړي او د خپلو احساساتو اظهار اوکړي.

رچرډ هيرس خپلو خبرو کښي په تنقيد کوونکو غږ کړي چې دوي په کوم سوچ کښې بوخت دي؟که دوي زما سوچ ته غلط وائي نو بيا د دوي کلتوري ليبرلزم هم غلط دې ځکه چې دوي په حقيقي معنو کښې ليبرلز نه بلکه د مذهب نه بيزاره او باغيان خلک دي.

دوي زياته کړې چې کوم چې حقيقي ليبرلز وي نو هغوي په انصاف او قانون باندې يقين ساتي ولې دا قسمه ليبرلز په تير وختونو کښې بمي چاودنې او ډرون بريدونه ستائيلي او د هغې مرسته ئې کړې ده,دوي سوال پورته کړې چې آيا يو ليبرل د ماورائے عدالت قتلونو مرسته کولې شي؟دوي وئيلي چې ليبرلز هغه څوک دي چې د يو بل د سوچ او فکر قدر کوي.

رچرډ هيرس په ټويټر خپره شوې مرکه کښې دا هم وئيلي چې دا مخصوص ټولنه ده چې کله ورسره دليل نه وي او خپلو خبرو کښې اوتړلې شي نو بيا دوي په بيلا بيلو لارو د فشار غورځولو هڅې کوي,دغه وجه ده چې زما ويډيوز د يوټيوب او نورې سوشل ميډيا نه د لرې کولو هڅې هم شوي دي.

شیئر یې کړی