د قبائيلي ضلع جنوبي وزيرستان عرفان محسود د هند نړيوال ريکارډ په خپل نوم کړې

د خيبر پختونخوا قبائيلي ضلع جنوبي وزيرستان لوبغاړي عرفان محسود د هندوستان لوبغاړي روهتاش چوهدری له ماتې ورکړې دې او د هغه نړيوال ريکارډ ئې په خپل نوم کړې دې,عرفان محسود په يو منټ کښې ۵۸ پش اپ کولو سره نړيوال ريکارډ جوړ کړې دې.

د هندوستان لوبغاړي روهتاش چوهدری د ۸۰ پاؤنډ وزن سره په يو منټ کښې ۵۱ پش اپ کړي وو او دغه ريکارډ د کال ۲۰۱۶ نه د هندوستان په نوم روان وو,د جنوبي وزيرستان عرفان محسود په يو منټ کښې ۵۸ پش اپ سره هندوستان ته ماتې ورکړې دې.

ياده دې وي چې د عرفان محسود په مجموعي توګه دا ۴۱م ګینیز ورلډ ریکارډ دې,د دې نه وړاندې هم عرفان محسود په بيلا بيلو مقابلو کښې د هندوستان,امريکا,برطانيه,ايراق,اټلي,فلپائن او مصر ګڼ شمير ريکارډونه په خپل نوم کړي دي او د پاکستان نوم ئي په نړيوال کچ روښانه کړې دې.

د دې ريکارډ نه روستو عرفان محسود خپل يو بيان کښې وئيلي چې دا زما د ورځ او شپې د محنت سره سره د مشرانو او هيوادوالو د دعاګانو نتيجه ده,دوي وئيلي چې نن زما لپاره د خوشحالۍ ورځ ده او دا چې راتلونکي وختونو کښې به هم د خپل هيواد پاکستان لپاره هڅې کووم.

شیئر یې کړی