خيبر پختونخوا صوبائي حکومت د انډر ۱۶ لوبو بريال لوبغاړو لپاره د وظيفې ړومبې قسط جاري کړې

د خيبر پختونخوا صوبائي حکومت د لوبو او لوبغاړو ودې لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي دي,د انډر ۱۶ ګيمز بريال ۳۵ لوبغاړو تعليم جاري ساتلو لپاره صوبائي حکومت د وظيفو ړومبې قسط جاري کړې دې.
د صوبائي حکومت لخوا جاري شوي بيان ترمخه ډائریکټوریټ جنرل سپورټس ته د ۳۵ ميډلز ترلاسه کوونکو لوبغارو وظيفې ورکړې شوي دي کوم چې به راتلونکې اونۍ کښي دوي ته ملاؤ شي.وئيلي شوي چې حکومت د ګولډ ميډل ترلاسه کوونکو لپاره ۱۰ زره,سلور ميډلز لپاره ۸ زره او برونز ميډلز ترلاسه کوونکو لپاره د ۵ زره روپو مياشتنۍ وظيفې اعلان کړې دې.د لوبو ډيپارټمنټ لخوا جاري شوي ليسټ کښې زینب، طلحه سلیم، عبدالرزاق، خدیجه مبین، عبدالرافع، محمد حماد، سید شاہ حسن، روحیل خان، عبدالوهاب، واجد خان، امین جان، ذوالقرنین، رحمداد، رشید خان، حضرت عمر، جواد احمد، سید اوسید علی شاہ، محمد شکیل، شهاب بختیار، مصور خان، اکرام الله، عثمان اختر، شهزاد علی خان، مهراج جدون، محمد عمر، محمد جبران، شفیع الله، حاذق خان، کامل احمد خان، محمد عمر، سمن شهزادی، محمد طلحه، فرحان الله، جلال شیر او نعمان خان شامل دي.

شیئر یې کړی