سپورټس فار آل سوچ ترمخه د خصوصي تنانو لپاره د ځانګړو بسونو منصوبې پرانسته شوې

د خيبر پختونخوا وزيراعلې محمود خان په پيښور کښې د خصوصي تنانو لپاره د ځانګړو بسونو پرانسته کړې ده چې پکښې به دوي په اسانه د لوبو ميدان ته تګ راتګ کولې شي,د دې ځانګړې منصوبې پرانسته د خصوصي تنانو لوبغاړې مسمات شيراز په لاس شوې.
په دې موقعه ميډيا سره خپلو خبرو کښې وزيراعلې محمود خان وئيلي چې د لوبو او سيلګرۍ محکمې لخوا د ډاکټر سپورټس سټریټیجی ترمخه دا خصوصي بسونه تيار کړې شوي دي,دوي وئيلي چې دې سره به خصوصي تنانو ته په تګ راتګ کښې اسانۍ ترلاسه شي.
دوي وئيلي چې د وزيراعظم عمران خان د سوچ ترمخه صوبائي حکومت نوي کول ته د لوبو اسانۍ ورکولو لپاره چمتو دې, سپورټس فار آل منصوبې د سيوري لاندې دا ګام پورته کړې شوې دې,په ړومبۍ مرحله کښي دوه بسونه تيار کړې شوي دي.
د پرانستې په مهال د لوبو محکمې سيکرټري وينا وه چې خصوصي تنانو ته به په تګ راتګ کښې ګڼ شمير ستونزې رامخې ته وې او دا چې صوبائي حکومت دغه ستونزې محسوسولې ځکه چې د خصوصي بسونو تيارولو فيصله اوکړه او وزيراعلې محمود خان ئي ستائينه اوکړه.