د بنو جاني خيل پيښه او د خيبر پختونخوا صوبائي حکومت کردار؟

رياست مور ده او مور د ځان نه زياته په بچو درديږي,رياستي او حکومتي مشران د هيواد په وګړو لکه سيورې خور وي ځکه چي دا د دوي آئيني,مذهبي او اخلاقي ذمه واري وي ولې کله چې مور له خپلو بچو څخه بې غوره شي نو بيا دغه بچي د پردو په لاسونو کښې لوبيږي,ځان ته هم زيان رسوي او خپل کور ته هم.دغه يو تصوير راته د تيرو شپږو ورځو راهيسې د جاني خيل په پيښه کښې ښکاري.د خيبر پختونخوا بنو ضلعې په جاني خيل سيمه کښې د څلورو ځوانانو لاشونه بې اسرې له تيرو اووۀ ورځو راهيسې پراته دي,مور پلار او خپل خپلوان په احتجاج سر دي او د خپلو بچو لپاره انصاف غواړي.
د جاني خيل په دغه خونړۍ پيښه که يو خوا ټول قام خفه او غمژن دې نو بلخوا د صوبائي حکومت او سياسي مشرانو د بې غورۍ له امله دې پيښې له داسې يو رنګ ورکړې شوي چې د دې خاورې دښمنان ترې نه هم خپل فائده ترلاسه کوي,څوک د هيواد رياستي ادارې په ګوته کوي نو څوک ورته د پښتون او پنجابي جګړه وائي,څوک دا پيښه د پاک فوځ سره تړي او په هغوي ګوتې اوچتوي او څوک ورته د قام پرستۍ رنګ ورکوي.
پاکستان د يوي مودې راهيسې د کورني او بهرني دښمنانو په نښه دې او هڅې کوي چې د پاکستان خپل خلک د دې خاورې په ضد استعمال کړي,ګڼ شمير تحريکونه روان دي چې پکښې ځيني په نظر راځي او ځيني پټ دي,په داسې حالاتو کښې د حکومت او سياسي مشرانو ذمه واري نوره هم زياته شي ځکه چې دښمنان ډير شي نو بيا يو موټې کيدل زيات ضروري وي خو له بده مرغه دا وخت په خيبر پختونخوا کښې يو داسې نااهله او بې غوره حکومت موجود دې چې د سول کارونو ذمه واري ئي هم په سيکيورټي ادارو اچولې ده.
د بنو جاني خيل پيښه چې کله څرګنده شوه نو په هغه ورځ د خيبر پختونخوا وزيراعلې محمود خان له پکار وو چې د دې نوټس ئې اخستې وې او کله چې ځائي خلکو پرلت اوغځوو نو بيا د وزيراعلې محمود خان,علي محمد خان ايډوکيټ,شهريار آفريدي او شبلي فراز خصوصي ذمه واري جوړيده چې دغه پرلت له تلي وو او دوي سره ئي غمرازي کړې وه,دوي له ئي باور ورکړې وو چې حکومتي مشران,انتظاميه,سيکيورټي ادارې او وزيراعظم عمران خان د دوي په غم کښي شريک دې ځکه چې وفاقي وزير علي محمد خان خو په اسمبلۍ کښې په چغو چغو وئيلي وو چې د چا قاتل معلوم نه وي نو د هغوي قاتل رياست دې خو ولې داسې څه قسمه حکومتي موقف مخې ته نه دې راغلې.
د صوبائي حکومت د دې بې غورۍ له امله دغه درديدلي خلکو له ځينې داسې شرخوښي راورسيدل څوک چې د وړاندې نه د پاکستان خلاف دي او غواړي چې پښتانه د دې خاورې په ضد اوکاروي,دغه شرخوښو د دوي جذباتو سره لوبې اوکړې او نن دغه پيښه د پاک فوځ او سيکيورټي ادارو په ضد احتجاج کښي بدله شوې ده خو ولې صوبائي حکومت نن هم خاموشه دې او د دې پيښې نه چې د کوم زيان او تاوان خطره ده هغه دې حکومت ته نه ښکاري ځکه چې دوي سياسي پوهه نه لري.
ولې بلخوا په دغه پرلت کښي د شرخوښو په وينا داسې غوښتنې رامخې ته شوي دي چې پکښې د انصاف او د شهيدانو وارثانو ته څه قسمه فائده نه ښکاري,د دغه غوښتنو نه د غدارۍ بوئي راځي,دوي غواړي چې د پاک فوځ په ځائي کرنل دې ايف آئي آر اوکړې شي خو رښتيا دا دي چې دې پيښې سره په يو ډول هم د پاک فوځ څه قسمه اړيکې نشته,دويمه غوښتنه دا کوي چې د قبائيلي سيمو نه دې پاک فوځ بهر شي,د دې غوښتنې لنډ مطلب دا دې چې قبائيلي ضلعو کښې يو ځل بيا ترهګري خوره شي او د قبائيلي اولس د ترقۍ لار دې اونيول شي ځکه چې دې غوښتنې سره خو نه دغه شهيدانو ته انصاف ترلاسه کيدے شي او نه ئي دې پيښې سره څه تعلق شته.
د جاني شهيدانو په دغه پرلت کښي د پاکستان مخالف تحريک پي ټي ايم مشران هم شريک دي څوک چې دګه پيښې د خپلو نيول شوو غړو خوشې کولو لپاره کاروي,بله خبره دا که چرته دوي د اسلام آباد په لور لانګ مارچ روان کړي نو د هندوستان خفيه ايجنسۍ “را” او “اين ډي ايس” ته به يوه موقعه ترلاسه شي چې دې لانګ مارچ کښې خپل مقصدونه پوره کړي او الله دې نه کړي چې د نورو پختنو ژوند ته خطره راپيښه شي.
د جاني خيل پيښه کښي د پاکستان مخالف نړيوالې ميډيا هم ناموړي کردار لوبولې دې او د خپلو پراپيګنډو له لارې نړۍ ته دا پيغام ورکوي چې پاکستان کښې پختنو سره زور زياتې روان دې,دوي د پيښې يو اړخ ښائي ولې رښتيا څه دي؟هغه پټوي چې پکښې د “امريکا غږ”,”مشال راډيو”,”بي بي سي” او “ډي ډبليو” پشمول ګڼ شمير ادارې شاملې دي.
د ازميښت په دې سخت وخت کښې د پاکستان حکومت,ضلعي انتظاميي,علما کرامو او ځائي مشرانو پشمول د شهيدانو کورنيو له هم پکار دي چې خپل ذمه وار کردار اولوبوي,حکومت د وارثانو غوښتنې منلي دي خو ولې اوس د شهيدانو د کورنيو هم ذمه واري ده چې دوست دښمن اوپيژني او د خپلو بچو مړ وجودونه د شرخوښو لپاره استعمال نکړي ځکه چي دا د پاکستان مخالف عناصرو لپاره موقعه ده چې شر جوړ کړي او د پاک فوځ پشمول رياستي ادارې بدنامي کړي.