کوهاټ:تانده ډيم کښي د واټر سپورټس هلو ځلو لپاره انتظامات جاري دي

د خيبرپختونخوا صوبائي حکومت لخوا کوهاټ کښې د لوبو هلو ځلو له وده ورکولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړې شوي دي,د کوهاټ تانډه ډيم کښي د واټر سپورټس هلو ځلو لپاره انتظامات جاري دي.

د صوبائي حکومت لخوا جاري شوي بيان ترمخه سيلګرۍ له وده ورکولو لپاره تانډه ډيم کوهاټ کښې بوټس ، واټر جیټ او نور حفاظتي آلات رسولې شوي دي او دغه ډيم کښې ټول انتظامات يقيني کولو لپاره صوبائي حکومت کار شروع کړې دې.

د خيبرپختونخوا وزيراعلې محمود خان وئيلي چې د کوهاټ پشمول ګرده صوبه کښې د سيلګرۍ ودې لپاره کوټلي ګامونه پورته کړې شوي دي ځکه چې دې صوبه کښې قدرتي خګلانې موجود دي ولې تير وختونو کښې چا هم دي ته نظر نه دي کړې.

ياده دې وي چې د کوهاټ تانډه ډيم خپل يو تاريخي حيثيت لري او د دې خواو شاه د قدرتي خکلا سيمې پرتې دي,طمعه ده چې د صوبائي حکومت په دغه ګام به دې سيمه کښې سيلګرۍ ته وده ترلاسه شي او معيشت کښي به هم مهم کردار اولوبوي.

شیئر یې کړی