عورت مارچ اسلام آباد کښې د فرانس بيرغ او توهين رسالت؟

د زنانوو حقونو په نوم راپورته شوې عورت مارچ نن د نړۍ مهذبه قامونو منلې دې چې د دې په ذريعه بې حيائي او د زنانوو سپکاوې کولې شي,د فحاشۍ خورولو او د خور رور ترمينځ د عزت رشته ختمولو سره سره عورت مارچ د اسلام سپکاوې هم کوي.
په نړيوال کچ شوې عورت مارچ کښې په خصوصي توګه د اسلام د سپکاوې او د توهين رسالت خبره هغه وخت رامخې ته شوه کله چې دغه مارچ کښې شريکوو زنانوو د فرانس بيرغ پورته کړې وو,فرانس هغه هيواد دې چې د پيغمبر اسلام محمد صلي الله عليه وآله وسلم په شان مبارک کښې ئي د سپکاوي خاکې جوړې کړې وې.
فرانس کښې په حکومتي توګه د اسلام او پيغمبر اسلام محمد صلي الله عليه وآله وسلم سپکاوې شوې دې او په نړيوال کچ مسلمانانو تر نن ورځې پورې د فرانس نه بائيکاټ کړې دې,تر دي چې د هغوي جوړ کړې شوي د استعمال توکو باندې هم بنديز دې.
عورت مارچ کښې د فرانس بيرغ پورته کول د دې خبرې پخلې دې چې دا مخصوصه زنانه د اسلام نه آزادي غواړي او په بهرنې ايجنډا کار کوي,دوي غواړي چې د مسلمانانو مذهبي اقدارو ته زيان اورسوي.
ياده دې وي چې د نړۍ مهذبه او پوهه قامونو د زنانوو دغه شرخوښې او بې حيا ټوله رد کړې دې او د دوي په ضد ئي تيره ورځ لاريون هم کړې دې ځکه چې د نړۍ هر مذهب او مسلک د زنانه حيا,عزت,د پلار او رور وقار غواړي ولې عورت مارچ د دې خبرو نفي کوي.