باجوړ:د تعليمي ودې لپاره د پاک فوځ خصوصي منصوبه ’’ایجوکیشن کمپلیکس خار‘‘ عملي شوې

پاک فوح په قبائيلي سيمو کښي ترهګرۍ ته د ماتي ورکولو روستو د سوکالۍ او پرمختګ سفر دوام داره ساتلې دې او په دغه لړ کښي ئي ګڼ شمير ترقياتي منصوبې سر ته رسولي دي چې پکښې د تعليم ځانګرې منصوبې هم شامل دي.

قبائيلي ضلع باجوړ کښې د پاک فوځ په مرسته “ايجوکيشن کمپليکس خار” يوه داسې منصوبه ده چې پکښي د دې دور ټولې بنيادي اسانۍ ورکړې شوي دي ځکه چي قبائيلي ضلعو کښې د ترهګرۍ له اووره تعليم د ټولو زياتو متاثره شوې وو.

ايجوکيشن کمپليکس خار کښي د بنيادي تعليم لپاره سکول او کالج هم شامل دې,د دې سره سره سائنس لیبارټری ایډمن بلاک،لائبریری،سټاف روم،هاسټل او ۲۲ کلاس رومونه موجود دي,دا وخت په دغه ځانګړې تعليمي اداره کښې ۶۰۰ زده کوونکي تعليم ترلاسه کوي.

د جديد اسانيو او غوره تعليمي نظام له وجې ايجوکيشن کمپليکس خار يوه قامي تعليمي اداره جوړه کړې شوې ده چي پکښي د ضلع باجوړ پشمول د نورو نزدې قبائيلي ضلعو زده کوونکي هلکان او جينکۍ هم د تعليم رڼا ترلاسه کوي.

ځائي خلکو د پاک فوځ او حکومت شکريه ادا کړې چې د امن سره سره ئي د دوي بچو ته د تعليم لپاره دا قسمه ځانګړې منصوبې هم ورکړي دي ځکه چې اوس دوي په خپل درشل معياري تعليم ترلاسه کولې شي او طمعه ده چې د پاکستان په سوکالۍ کښي مهم کردار اولوبوي.

شیئر یې کړی